کور / تازه خبرونه / محمود عباس له اسرائيلو سره مذاکراتو ته شرط کښېښاوه

محمود عباس له اسرائيلو سره مذاکراتو ته شرط کښېښاوه

د منځني ختيځ دپاره د امريکا ځانګړي استازي جار ميشل د فلسطين له ولسمشر محمود عباس سره وکتل.
جارج مېشل تر دې ليدني دمخه د اسرائيلو له مشرانو او په دمشق او بيروت کي هم له ځينو مشرانو سره ليدني کتني کړي وې.
د فلسطين د حکومت لوړ پوړي مشر صاحب حرکات وايي په دې ليدنه کي په فلسطيني اشغال سوې خاوره کي د اسرائيلو له خوا د ودانيو د جوړولو پر مخنيوي باندي بحث وسو.
د صاحب حرکات په وينا جمهور رئيس محمود عباس د اسرائيلو سره د مذاکراتو په لاره کي پر فلسطيني سيمو د يهودانو د ودانيو مخنيوى د يوه شرط په توګه ايښى دئ. او وايي تر هغو چي يهوادن د فلسطينانو ير سيمه د ودانيو له جوړولو لاس په سر نسي د سولي خبرو ته نه حاضرېږي.
د محمود عباس سره د ليدني جزيات جارج مېشل نه دي څرګند کړي خو له دمشق او بيروت څخه د ليدني پر مهال نوموړي ويلي چي د اسرائيلو او فلسطينيانو د سولي په مخ کي ځيني خنډونه پراته دي، چي په له منځه وړلو کي يې د سوريې او لبنان حکومتونه رغنده ونډه اخيستلاى سي.