د فرانس پريس آژانس وايي د کنړ ولايت د شيګل ولسوالۍ امنيه قومندان د طالبانو له خوا تښتول سوئ دئ.
د خبرونو له مخي جمت الله خان له خپلو دوو تنو افسرانو سره د طالبانو له خوا تښتول سوئ دئ.
د کنړ امنيه قومندان خليل الله ضيايي وايي نوموړى تېره شپه د ګزمې پر مهال د طالبانو له خوا تښتول سوئ دئ.
بلي خواته د کورنيو چارو وزارت نطاق زمرى بشري وايي دا لومړى ځل دئ چي طالبان د يوه امنيه قومندان پر تښتولو باندي بريالي کېږي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه