د برتانيې د ډيلي ټلګراف ورځپاڼه وايي په افغانستان کي يو بل برتانوى عسکر وژل سوئ چي په مړېنه يې له ٢٠٠١ کال راهيسي د برتانوي عسکرو د مړو شمېر ٢٥٠ کسو ته ورسېد.
د ورځپاڼي په وينا دغه عسکر د هلمند په سنګين ولسوالي کي د جمعې په ماپښين له خپلو ملګرو سره ګزمه کوله چي پر يوه ماين برابر سو.
د برتانيې حکومت وايي په ٢٠٠٦ کال يې ٣٩، په ٢٠٠٧ ٤٢، په ٢٠٠٨ ٥١ او په ٢٠٠٩ کال کي ١٠٨ عسکر په افغانستان کي وژل سوي دي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه