کور / تازه خبرونه / د القاعدې سره د تړاو په تور ١٢٠ کسه نيول سوي دي

د القاعدې سره د تړاو په تور ١٢٠ کسه نيول سوي دي

د ترکيې حکومت وايي د دغه هيواد په ګڼو ولايتونو کي يې د القاعدې د شکمنو غړيو پر ضد عمليات پيل کړي چي تر اوسه يې ١٢٠ کسه نيولي دي.
د ترکيې دولتي آژانس وايي په نيول سويو کسانو کي د القاعدې مشهور ترکي غړي هم شامل دي.
د پوليسو په وينا دغه عمليات يې د پنجشنبې د ورځي راهيسي د هيواد په ١٦ ولايتونو کي ترسره کړي، څو ميله وسلې، چاودونکي مواد، جعلي پاسپورټونه او د ترکيې تذکرې هم نيولي دي.
په ٢٠٠٣ کال په پلازمېنه استنبول کي پر دوو يهودي عبادتځايونو، برتانوي سفارت او يوه برتانوي بانک باندي بمي حملې سوي وه چي د القاعدې شبکې يې مسئوليت پر غاړه اخيستئ وو او د ترکيې د حکومت له خوا په ٢٠٠٧ کال د پورتنيو حملو سره د تړاو په تور اووه کسان په عمر قيد محکوم سول.