د افغانستان د اسلامي حزب مشر ګلبدين حکمتيار له افغان حکومت سره خبرو ته تيارى ښودلئ دئ.
د اسلامي حزب مشر ګلبدين حکمتيار چي له ٢٠٠١ کال راهيسي پر افغانستان د امريکا تر يرغل وروسته له امريکا او افغان حکومت سره جنګېږي وايي د خبرو ور يې د افغان حکومت پر مخ خلاص دئ.
د وال سټريټ ژورنال د حکمتيار يوه ويډيو ترلاسه کړې چي د تېر کال د ډسمبر د مياشتي په پاى کي عکاسي سوې حکمتيار ويلي د افغانستان څخه د ټولو بهرنيو ځواکونو د وتلو په صورت کي خبرو ته تيار دئ.
حکمتيار ويلي امريکا پر دوى باندي جنګ په زوره ځپلئ دوى له مجبوريته د دځان د دفاع په موخه ورسره جنګېږي.
حکمتيار ويلي که بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووزي دى د حامد کرزي له حکومت سره هر راز خبرو ته تيار دئ.
نوموړي ويلي د طالبانو سره يې د دوستۍ او دښمنۍ هيڅ راز تړون نه دئ لاسليک کړئ، د دوى او طالبانو يوازينۍ مشترکه وجه د امريکايي يرغلګرو پر ضد جنګ دئ.