کور / تازه خبرونه / والسټريټ: د اوباما امريکا هم پر جنګ تکيه کوي

والسټريټ: د اوباما امريکا هم پر جنګ تکيه کوي

د وال سټريټ ژورنال وايي يوه ترسره سوې څېړنه ښيي چي د اوباما تر حکم لاندي امريکا هم د هغه د اسلافو په شان پر جنګ باندي تکيه کوي.
د راپور په وينا امريکا په نړۍ کي د يوه جنګ غوښتونکي هيواد په توګه پېژندل کېږي، په عراق کي ١٦٠٠٠٠ امريکايي پوځيان په افغانستان کي ١٠٠٠٠٠، په اروپا کي ٨٠٠٠٠، په ختيځه آسيا کي ٧٠٠٠٠ او شمالي افريقا کي د ١٢٠٠٠ امريکايي پوځيانو حضور امريکا د يوه جنګ غوښتونکي هيواد په توګه معرفي کوي.
د وال سټريټ ژورنال په راپور کي راغلي امريکا په مستقيم او نا مستقيم ډول د رونالډ رېګن، جارج ايچ ډبليو بوش، بل کلنټن، جارج واکر بوش او دا دئ د اوباما د واکمنۍ پر مهال ١٠ ځله په جنګي حالت کي واقع سوې ده.
د راپور له مخي امريکا د خپلو سياسي مخالفينو سره چي دوى د ترهګرو کليمه ورته کاروي، د مذاکراتو پر ځاى پر پوځي يرغل تکيه کړې چي له امله يې په نړۍ کي د امريکايانو حيثيت ته زيان اوښتئ دئ.