کور / تازه خبرونه / پاکستان: د طالبانو په وړاندي يو کال عمليات نه کوو

پاکستان: د طالبانو په وړاندي يو کال عمليات نه کوو

د پاکستان د دفاع وزارت وياند جنرال اطهر عباس وايي پلان نه لري چي تر راتلونکو شپږو مياشتو يا يوه کال پوري د قبايلي طالبانو په وړاندي پوځي عمليات ترسره کړي.
د پاکستان د دفاع وزارت دغه تصميم پر داسي مهال نيسي چي د امريکا د دفاع وزير رابرت ګېټس د دغه هيواد څخه ليدنه کوي.
د پاکستان پوځي مقامات وايي د جنوبي وزيرستان تر پراخو عملياتو وروسته د دوى پوځ اړتيا لري چي نيول سوي سيمي د حکومت تر کنټرول لاندي کړي او په سيمه کي تر ډاډمن امنيت وروسته چي ځانونه هوسا کړي په شمالي وزيرستان کي به عمليات پيل کړي.
خو د سيمه ايزو چارو څېړونکي وايي له دې ناڅاپي پرېکړي څخه د پاکستاني مقاماتو موخه له امريکا او لوېديځو هيوادونو څخه د نورو پوځي مرستو او مالي امتيازاتو ترلاسه کول دي.