د افغانستان د ماليې پخوانى وزير او د ١٣٨٨ کال د جمهوري رياست کانديد پوهاند اشرف غني احمدزي د ولسمشر حامد کرزي هغه وړانديز منلى چي په افغانستان کي د اداري فساد په وړاندي د يوې طرحي د جوړولو په هکله ورته کړئ وو.
ډاکټر اشرف غني احمدزى چي د جمهوري رياست د انتخاباتو پر مهال د ولسمشر کرزي له سختو منتقدينو څخه وايي د حامد کرزي وړانديز يې ځکه منلى چي ولس او افغانستان د خدمت حق پر لري.
نوموړى وايي همدا اوس يې د فساد پر ضد د مبارزې لپاره د افغانستان د ستري محکمې، ملګري ملتونو او مدني ټولنو سره په سلا مشوره پر يوه طرحه کار شروع کړئ و چي تر تکميل وروسته يې ولسمشر کرزي ته سپارلې ده.