کور / تازه خبرونه / تازه خبر: پر حليم فدايي چاودنه وسوه

تازه خبر: پر حليم فدايي چاودنه وسوه

د ميدان وردګو ولايت په چغتو ولسوالي کي پر والي حليم فدايي چاودنه سوې چي د راپورونو له مخي حليم فدايي ژوندى ځني وتلئ دئ.
د ميدان وردګ د والي وياند شاهدالله شاهد آزادۍ راډيو ته ويلي په پېښه کي د ملي پوځ څلور سرتېري وژل سوي خو حليم فدايي ته زيان نه دئ اوښتئ.
تر اوسه لا د دې حملې مسئوليت چا پر غاړه نه دئ اخيستئ، خو د والي وياند يې د طالبانو کار بولي او وايي د ملا حمدالله په نامه يې د طالبانو يو ځايي قومندان له يوه کلاشنيکوف او مخابرې سره د پېښي په ځاى کي نيولئ دئ.
محمدحليم فدايي له نيژدې دوو کالو راهيسي د ميدان وردګ والي دئ چي تر دې دمخه يې له حکومت څخه دباندي ژورناليستيکي چاري ترسره کولې او په افغانستان کي د جنوبي آسيا هيوادونو د ژورناليستانو د ټولني سفما مشر وو.
پر ښاغلي فدايي دغه حمله پر داسي مهال وسوه چي نوموړي تر حملې نيم ساعت دمخه د آزادۍ راډيو سره په ميدان وردګ ولايت کي د ډاډمن امنيت او پرمختګ په هکله يوه مرکه کړې وه.