د پښتونخوا ايالت په نيمه قبايلي سيمه باجوړ ايجنسي کي د سړک د غاړي ماين يوه مېرمن وژلې ده.
دغه چاودنه چي د باجوړ ايجنسۍ د سالارزيو په سيمه کي سوې د ځايي چارواکو په وينا د همدې ماين دوه ښخوونکي هم پکښي مړه او ١٨ ملکي کسان پکښي سوي دي.
بلي خواته د خيبرايجنسۍ په باړه سيمه کي هم د ريموټ کنټرول چاونه سوې چي د ځاني تلفاتو په هکله يې معلومات نسته.