د امريکا د دفاع وزير رابرټ ګېټس نن د پنجشنبې په ورځ د پاکستان پلازمېني اسلام آباد ته ورسېدئ.
پاکستان ته د رابرټ ګېټس د سفر موخه د ترهګرۍ په وړاندي د دوه اړخيزو همکاريو غښتلي کول په ګوته سوي او وايي د ولسمشر زرداري، صدراعظم يوسف رضا ګيلاني او دفاع وزير احمد مختار سره به جلا جلا ليدني وکړي.
رابرت ګېټس پاکستان ته تر سفر دمخه دوې ورځي په هند کي وو او هلته يې د ممبى تر حملو وروسته د پاکستان او هندوستان ترمنځ د نسبي ښو اړيکو ستاينه وکړه، خو ورسره سم يې خبردارى ورکړ چي که پر هند بيا هغسي حمله وسي د دې هيواد زغم او حوصله به د پاکستان په وړاندي ماته سي.