کور / تازه خبرونه / امريکا له پاکستان څخه جاسوسان وغوښتل

امريکا له پاکستان څخه جاسوسان وغوښتل

د امريکا استخباراتو مشر ډينس بلير د پاکستان له سفير سره په واشنګټن کي ليدلي او له نوموړي څخه يې د امريکا په استخباراتو کي د پاکستاني اتباعو د زياتوب غوښتنه کړې ده.
په دغه ليدنه کي د پاکستان د سفير حسين حقاني له خوا د امريکايي استخباراتو مشر ته ډاډ ورکړل سوئ چي د مذهبي تندلاريتوب د مخنيوي په خاطر به نور پاکستاني ځوانان د جاسوسۍ دپاره ورته معرفي کړي.
د چارو د څېړونکو په وينا په داسي حال کي چي امريکا پر قبايلي سيمو خپلو حملو ته دوام ورکوي، په اسلام آباد کي د سفارت خانې کارکوونکي زياتوي او له بلي خوا سي، آى، اې ته د نورو جاسوسانو د جذب هڅه کوي دا ټولي هڅي د پاکستان، افغانستان او سيمي دپاره د يوه نوي بحران د پيلېدو خبر ورکوي.