په اسلام آباد کي د طالبانو د حکومت سفير ملا عبدالسلام ضعيف وايي د طالبانو مقاومت په پيسو نه رانيول کېږي او دا کار به هغوى نور هم پياوړي کړي.
ملا ضعيف چي اوس په کابل کي اوسېږي د رويټرز آژانس ته وويل د افغان حکومت او نړيوالۍ ټولني هغه پلان چي طالبانو ته کاري زمينه برابره او پيسې ورکړي د ده په نظر ګټمن نه دئ.
د نوموړي په وينا د اوسني بحران څخه د وتلو يوازنۍ لاره د طالبانو له مشرانو سره صادقانه خبري دي.