په ختيځ کې د بشر حقونو خپلواک کميسيون او د کونړ ځايي چارواکي وايي چې ددغه ولايت د ښځو چاروريسې مرحبا کريمي خپله اينګور وژلې. د بشرحقونو د خپلواک کميسيون د ښځو څانګې مشرې وږمې ساپۍ وويل چې دغه پېښه تېره ورځ د کونړ په مرکز اسد اباد کې رامنځته شوه. دساپۍ په ويناچې وژل شوې نجلۍ بلقيس نومېده او د کونړ د ښځو چارو ريسې د کابل په پغمان کې خپل زوى ته کړې وه، چې واده يې نه و شوى، خو تر واده مخکې يې کونړ ته راتښتولې وه. هغې زياته کړه چې د ښځو چارو ريسې خپله انګور ديارلس مياشتې د غواګانو په غوجل کې ساتله ، تړله او شکنجه کوله چې په پاى کې يې غرغره کړې وه.
ساپۍ زياتوي دښځو چارو ريسې ورته ويلي چې انګور يې را واده کړې وه، خو د نجلۍ مو ربيا وايي چې لور يې تر واده مخکې د خسر کورنۍ له پغمانه په داسې حا کې وتښتوله چې دنجلۍپلار له سختۍ ناروغۍ کړېده. دښځو چارو ريسې په کور کلي کې خلکو ته ويلي ول چې انګور يې د ناروغۍ له امله مړه شوې، خو د ځايي خلکو او ډاکټرانو په وينا چې دغه ښځه لومړ ى شکنجه او بيا زندۍ کړاى شوې ده. د کونړ دوالي وياند ادرېس غروال د پېښې پخلې کوي، خو د نورو جزياتو له ورکړې ډډه کوي او وايي چې دايوه کورنۍ مسله ده. بل پلو په ختيځ کې دبشر حقونو خپلواک کميسيون د ښځو چارو مشره وايي چې د کونړ د ښځو چارو ريسه او دهغې د کورنۍ ځيني غړي يې د انګور د وژنې په تور نيول شوي او دا مهال ترې اښتنې پوښتنې روانې دي. تر دې وړاندې په ختيزو ولايتونو کې يو شمېر ښځې د کورني تاوتريخوالي له امله وژل شوي،خو دا لومړى وار دى چې د هېواد په ختيځ او ځانګړې توګه کونړ کې يوه ښځينه چارواکې خپله اينګور غرغره کوي.