په داسي وخت کي د فخرِ افغان باچاخان د فکر څېړنه يقيناً د زيات ارزښت وړ ده، چي د لر او بر افغان پېغام پر خپله خاوره د امن تامين او د پښتنو د قامي سياست چيغه د سر دبقاء جنګ دی. په داسي وخت کي چي لر وبر افغان د يو تور دوزخي دور نه تېرېږي، د باچاخان د يادګېرنې ضرورت څو چنده زيات دی. د باچاخان ياد د يو رسم په توګه کول پکار نه دی بلکې د ځپلې او ربړېدلې طبقې ددې بې رويه او بې ريا اتل ياد په داسې وخت کي د خلکو په وړاندې ايښوول پکار دی، چي د سيمې ټول فسطايي سياستونه د دنيا مخ ته بربنډ شوي دي. د خېر اوشر تر منځ د مبارزې په نننيو اخري پړاؤنو کي د باچاخان د عدم تشدد فلسفه د محکومو او محرومو اولسونو د قامي سياست لپاره د ملا د تير حثيت لري.
څه ووايم، دا به د فطرت ارتقايي عمل، که خپله قامي بدبختي او که د نړېوالې استعمارګرۍ او سيميزې چمچه ګرۍ د اوج پړاؤ وي، چي نن د امن او عدم تشدد ددې ستر علامت او علمبردار ياد د اور او وينې په دايرو کي بندېوان د لفظونو په جامو کي نغاړو. مکار او رياکار دښمن مي حيوانيت راپکي پلن کړی دی، مذهبي جنونيت واکمن دی، د امن او عدم تشدد د استازو په مقابل کي قامي انتهاء پسند فعال دي، د ټول پښتون او يو مرکز په ضد پر زړونو او ذهنونو قبيلويت راج کوي او له بولانه تر چتراله يوه بدخونده رويه، کمپرومايز او مصلحت ليدل کېږي. خو ددې ټولو ناخوالو او نادودو باوجود د باچاخان تحريک دا دی نن د يويشتمې پېړۍ په دې تېز ساينسي عصر کي د لازمي تجديد او اجتهاد سره مخ په وړاندې روان دی. نن هم دا د ټولې نړۍ د اولسونو لپاره د سوکاله او سوليز ژوند ، ملي همکارۍ او بين الانساني مينې او امن يو ستر سمبول ګڼل کېږي.
د باچاخان د عدم تشدد فلسفه د پښتونولۍ د مثبتو قدرونو product دی او د منفي قدرونو په حقله د يوې تنقيدي تجزيې جسارت دی. باچاخان د پښتون کلچر او پښتني نفسياتو د سياق و سباق نه پرته مطالعه کېدی نه شي. د هغه ژبه ساده او اسانه ده، خو په زړه پورې خبره دا ده، چي د هغه ټولې خبرې د ژوند په ډګر کي د عملي کېدلو پوره امکان لري. باچاخان د افراط او تفريط نه په بېل تناظر کي د فکري جوړښت او سياسي مبارزې د يوې داسې لارې نشاندهي کوي، چي د پښتنو له نفسياتو سره سمون هم خوري او پښتانه پرې منزل ته د تګ جوګه کېدی هم شي. ځکه چي باچاخان د پښتنو د کلتور يو صحيح ادراک او پوخ شعور لرلو.
باچاخان په پښتنو کي د متشددو رجحانات عوامل په خپله په پښتني ټولنه کي مطالعه کړل. هر څوکه ځانګړي بهرني حالات، جغرافيائي او معاشي عوامل پر ټولنيزو قامي ذهنونو اثر انداز کېږي خو ولي جنګي نفسيات په خپله د قامونو په اندرون کي روزل کېږي او د قامونو خپلې دنننۍ نيمګړتياوې جنګونو ته لارې پرانيزي. ځکه نو د قامي نفسياتو او ټولنيزو رويو او رواياتو مطالعه د جنګي صورتحال په څېړنه کي منطقي مرسته کوي. جذبات په قامي ناکاميو تمامېږي، د اعتدال لار د ژوند لار وي، د عدم تشدد فلسفه پر هم دې بنسټ ولاړ ده او ټول مترقي تحريکونه هم په دې لاره خپل سياستونه مخ په وړاندې بيايي.د باچاخان د عدم تشدد فکر په لومړنۍ تجزيه کي د اعتدال تبليغ دی او د پښتنو د ټولنيز ژوند په عکس العمل کي د يو توازن سبق دی.
هغه رويې او روايات چي د پښتنو ژوند يې د خپل مدار او معيار نه بې ځايه کړی وو او هر چېرې يې غېرمتوازن صورتحال پېدا کړی وو، د هغوي په حقله د باچاخان د “انجمنِ اصلاحِ افاغنه” ابتدايي ټکي په حقيقت کي د پښتنو د ټولنيز ژوند په حقله د تنقيدي اپروچ اظهار وو. د دنيا اولسونو د غېرت ټکی په ژورو معنو کي وڅېړلو، په خپله خاوره د امن تامين، معاشي مساوات او علمي و ساينسي ترقي يې د قامي غېرت بنيادي factors وګڼل. د پښتنو غېرت د تورې او ټوپک سره تړلی د تربور د مرګ او يا د نورو د مفاداتو د چوکېدارۍ نعم البدل شو. که د روس خبره کوو، که د امريکې، او که د نن د طالب او پنجابي، اوله پړه به مي په ځـان وي بيا به مي نورو ته مخ اوړي. نن هم په دې خبره سوچ پکار دی، چي د پښتنو جنګ او مزاحمت د چا په ګټه تمام شوی دی؟ صرف جنګونه کول بهادري نه ده بلکې د جنګونو نتايج په خپل حق کي راوړل غواړي.
دا خبره د اساسي نوعيت ده، چي تر څو په پښتنو کي د خود تنقيدۍ او خود احتسابۍ رجحان راپېدا نه شي، تر هغو پورې له دې خاورې نه د تشدد خاتمه نه شي کېدی. د روڼ آندو مسووليت مي بايد دا وپامول شي، چي د يويشتمې پېړۍ په دوزخي محاذ ولاړ پښتون په خپلو جنګي کارنامو د غاوره کولو په ځای بايد د باچاخان ددې نيژدې سوليزې مبارز ې د تاريخ سره اشنا کړي. نن چي په اردو مېډيا او دپښتنو په جهادي مطبوعاتو کي د پښتنو د غېرت په نوم د کوم جذباتيت خورولو هڅه کېږي، ددې مخنيوی د مترقي مکتبِ فکر خلک يوازې د عدم تشدد د فلسفې په وضاحت او تشريح سره کولی شي.
ضرورت ددې دی، چي دپښتنو پر قامي مسايلو او قامي سوالونو دي په پراخ نظر د نوو رجحاناتو په تناظر کي پر علمي او سايسني بنياد غور وشي او د قام نفسيات دي بېرته د اعتدال چوکاټ ته راستانه کړل شي. دا يوه عامه مشاهده ده، چي پښتنو کله هم د امن ضرورت محسوس کړی دی او د امن لپاره مبارزې کولو ته اماده شوي دي، د دښمن په مطبوعاتو کي د پښتنو د جنګي تاريخ تذکرې پېل شوي دي. لرې به نه ځو، په حال کي موجود پاته کېږو. دا نن چي پښتون د کوم تور دوزخي دور نه تېرېږي او ددې نه د نجات لپاره چي د امن او عدم تشدد د استازو کومه مبارزه روانه ده، ددې په ردِ عمل کي چي د پښتنو جهادي او قامي انتهاء پسند او د اردو اجرتي دانشوران د پښتنو د جنګي تاريخ کومې اوږدې اوږدې قصيدې ليکي، دا د چا نظر دی او د چا لپاره دی؟ دښمن غواړي چي د پښتنو کلتور په خپل ځای جامد وساتي او ددې کلتور قدامت پسند بنيادونه نور هم پياوړي کړي. کله چي ددې جمود او قدامت پسندۍ ماتولو لپاره کوم متحرک او مترقي خلک مبارزه پېل کړي، د جمود ښکرور يې د خپلې رياستي مشنرۍ په زور د خلکو په سترګو کي متنازعه وګرځوي. په پښتنو کي يې دا مسووليت د منبر او محراب مقتدر ته سپارلی دی. د مذهب په حواله د پښتنو ړوند تقليد او جذباتي عقيدت د قامي مبارزې په وړاندې تر ټولو لوی خڼد ګرځېدلی دی او هم دا عمل رو رو د پښتنو په ماتې د تمامېدلو په خوا روان ښکاري. د ولي خان په قول “پښتانه بې د مذهب نه په بل څه نه شي وهل کېدی”.
هر څو که د نړۍ قامونه د پښتني کلتور د مثبتو قدرونو په حقله پوره علم نه لري خو دومره ضرور پوهېږي، چي د پښتنو له مذهبي حساسيت پسندۍ نه په هر ډول حالاتو کي ګټه پورته کېدی شي. دا بيا بېله مسئله ده، چي د دنيا ددې سوچ په نتيجه کي هر څه ګډ وډ کړل شول او اخر کار دا حقيقت ومنل شو، چي افغانستان د اسيا زړه نه بلکې د دنيا زړه دی. که دا ناارامه وي په دنيا کي امن نه شي راتلی. خو ددې باوجود د سرمايې د مسلک ښاغلي تر خپلو اهدافو په هر صورت ځان رسول غواړي. په دې حالاتو کي نن هم وخت شته، چي پښتانه فېصله وکړي، چي هغوي په دې اور کي ځان د خشاک په توګه استعمالوي او که د قامي بقاء لپاره د يوې پُر امنه سياسي سترېټيجۍ او د باچاخان د عدم تشدد د فلسفې مرسته او ملګرتيا کوي؟
“پښتون طالب دی او طالب پښتون دی”، ددې خبرې جرړې او موخې پر خپل ځای، سوال دا پېدا کېږي چي ددې سازش په ردِ عمل او ځواب کي د پښتنو دانشورانو کنټريبيوشن څه دی؟ د دنيا په سترګو کي د يو قام په حواله هغه وخت يو ښکلی امېج او يو ښه تاثر پېدا کېدی شي چي په خپله په دې قام کي ددې امېج او تاثر ګنجايش موجود وي. دا يو حتمي امر دی، که زه د چا “غل” په کور کي ساتم نو زما پېژندګلوي به د خلکو په نظر کي د يو “غل” وي. باچاخان ټول عمر د پښتنو نه د “غل” د تورې د لرې کولو او د اتل د ټکي د لګولو لپاره مبارزه وکړه. باچاخان به ويل “زه د پښتنو نه ټر لرې کوم او نر ورسره لګوم”. د نن د پښتون نرتوب به دا وي، چي په قامي تحريک کي پر سنجيده او پُر امنه بنيادونو مبارزه وکړي او ځان د نړۍ په اکېډمک چاپېريال کي سيال وګرځوي.
د پښتنو د ملي مشر اسفنديار ولي خان په قول “موږ د خپلو بچو لپاره د خودکش بمبار جېکټ نه بلکې قلم، کتاب او د سکول يونيفارم غواړو”.
هم دا د باچاخان فکر دی او هم دا دپښتنو د خلاصون يوازينۍ لاره ده. تجربې ډېرې وشوې مګر ټولې ناکامه او بدنامه شوې. څوک خپلو مذهبي تشريحاتو وخوړل، څوک د حالاتو ناکردو بې لارې او بې ګودره کړل او څوک د پښتنو خواخوږي په سياسي تربورګلوۍ کي د پښتنو د قاتل په سېوري کېناستل. يوازې د باچاخان کور دی، چي د لر و بر افغان سترګې په هر وخت کي وراوړي او هم دا د پښتنو اسره او سهاره ده.
نن که د امن او سلامتۍ خوب ته څوک د عملي تعبير جامې اغوستل غواړي نو د باچاخان سياسي مکتب ته به پاملرنه کوي. نن هم په د ې سيمه کي دا يوازينی مکتب دی، چي د ټولو محکومو او امن دوستو انسانانو بالعموم او د لروبر افغان بالخصوص د توجه مرکز دی. دا حقيقت به نور د منلو وي، چي د پښتنو په کلتور کي د مترقي نېشنلزم رېښې چي هر څومره زوړ تاريخ لري خو دا تاريخ چي د شلمې پېړۍ او بيا د يويشتمۍ پېړۍ تر درشل پورې رارسي، نو په ټول لروبر افغان کي د باچاخان سياسي مکتب هغه يوازينی پلېټ فارم ګرځي، چي افغانان يې خپل ګڼي، ورسره رشته پالي او د ټول پښتون او يو مرکز د حصول سنګر يې ګڼي.
د باچاخان تحريک د محکوم انسان د خپلواکۍ، د يوې غېر طبقاتي او پُرامنه ټولنې د قيام تحريک دی. دا پر جمهوري، لبرل او سيکولرو بنيادونو ولاړ دی، دا د انسان د عظمت، وقار او حق دفاع کوي او د يو غېر طبقاتي نظام د قيام لپاره مبارزه کوي.
د باچاخان تحريک دا دنيا د ذاتي هوس او ذاتي ملکيت په جنګونو کي په وينو سره نه غواړي بلکې دا دنيا د انسانانو لپاره يو پُر امنه کور جوړول غواړي، چي ټول انسانان پکي بغېر د کوم نسلي، لساني، جغرافيائي او ملکي تعصب نه ژوند وکړي. داسې دنيا چي انسان پکي خپل ټول صلاحيتونه په کار راوړي او ساينس، سياست او فلسفه د ژوند د ترقۍ او ارتقاء اسباب وګرځي.
نن چي هر طرف ته په اسمان کي د جنګونو وريځې خورې دي، يو سر سېوری نه لري او لارې ګودرې په بمونو ډکې دي، د باچاخان د فکر د سياسي او ساينسي څېړنې ضرورت زښت احساسېږي. د باچاخان د عدم تشدد په فلسفه کي د انسان د دايمي امن راز پټ دی. د موجوده نړۍ د جنګ پسندو خلاف به د باچاخان د عدم تشدد تر بېرغ لاندې ردِ عمل ښکاره کول وي. پرته له دې بله لار په نظر نه راځي.
پښتانه به ددې تور دور نه د ځان د راايستلو لپاره عدم تشدد د يو نجات دهنده رجحان په توګه قبلوي. اوس وخت ددې دی، چي باچاخان وپېژندل شي او نور روايتي تبليغي انداز ته د پای ټکي کښېښول شي. د عدم تشدد روح ته کوزيدل پکار دي او د پښتنو د روانو حالاتو په تناظر کي ددې نوې څېړنه او شننه پکار ده، د قامي تحريک دانشورانو ته بويه چي باچاخان پېژندنه د يوې فکري، سياسي او علمي موضوع په توګه تر ژور نظر لاندې ونيسي او د نوو رجحاناتو په تناظر کي د باچاخان په حقله نوي مواد د دنيا مخې ته راوړي. په دې حواله د بحث او مکالمې يو رجحان پېدا کول پکار دی. د پښتنو پرنټ او اليکټرانک مېډيا بايد په د ې حقله خپل مثبت کردار ادا کړي. هم دا د امن د پروسې بنيادي محرکات دي او هم دا د باچاخان تاريخي حق او د پښتنو تر ټولو لوی ضرورت دی.
نن د باچاخان د دوويشتم تلين پر مهال هر پښتون ته دا عزم پکار دی چي:
د باچاخان بابا په فکر او پښتو مي قسم
چي لوی خېبر ته به ګلونه د بېديا راوړمه
د خپل ننګيال شهيد په پاکو وينو سرو مي قسم
چي سره جنډۍ به په دې لار د ارتقاء راوړمه
khanzaman_kakar@yahoo.com