د بلوچستان ايالت سرحدي ملېشې وايي له سپين بولدک څخه پاکستان ته اوښتي څلور افغان ازبکان يې له جعلي اسنادو سره نيولي دي.
د چمن د پوليسو مشر ضياء مندوخېل وايي دوى په يوه ټکسي موټر کي د هغه له پاکستاني ډرايور سره نيول سوي، چي غوښتل يې پاکستان ته ننوزي.
د نيول سويو کسانو په هکله افغان حکومت څه نه دي ويلي، خو د چمن پر پوله پاکستاني ملېشې هر وخت پاکستان ته تلونکي افغان مسافرين په يوه او بله بهانه نيسي او بيا يې د پيسو په مقابل کي خوشي کوي.