کور / تازه خبرونه / ګيټس: د ملامحمدعمر او کرزي ترمنځ سوله امکان نه لري

ګيټس: د ملامحمدعمر او کرزي ترمنځ سوله امکان نه لري

د امريکا د دفاع وزير رابرت ګېټس وايي د طالبانو د مشر ملامحمدعمر او افغان حکومت ترمنځ سوله هيڅ امکان نه لري.
ګېټس چي دغه خبري يې په يوه پوځي الوتکه کي خبريالانو ته کولې وويل، د افغان جنګ د ګټلو دپاره له طالبانو سره مذاکرات اړين دي، خو داسي هيڅ څرک نه ليدل کېږي چي د هغوى مشر دي خبرو ته حاضر وي.
رابرت ګېټس وويل حامد کرزي تر دې دمخه هم څو ځله طالب مشر ته د خبرو وړانديز کړئ خو هغه انکار ځني کړئ دئ.
د امريکا د دفاع وزير دغه څرګندوني پر داسي مهال کوي چي د حامد کرزي حکومت د طالبانو سره د سولي نوى پلان جوړ کړئ او له امريکا او لوېديځو هيوادونو څخه يې د پلي کولو په موخه د ملاتړ غوښتنه کوي.
تېره اونۍ په ملګرو ملتونو کي د افغانستان سفير ډاکټر ظاهر طنين د امنيت شورا ته د ځينو طالب مشرانو يو ليست هم وړاندي کړئ چي نومونه يې له تور ليست څخه و ايستل سي.