ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې په كابل كې د تيرې ورځې حمله د وسلوالو مخالفينو تر ټولو خونړۍ حمله بللې او ليكلي، چې امنيتي ځواكونو وكولاى شول، چې په دوه نيم ساعته كې حمله كوونكي له منځه يوسي او حالات تر كنټرول لاندې راولي.
ورځپاڼې د همدې حملې په اړه د ځينو تصويري رسنيو په چلند انتقاد كړې او ليكلي، چې دغو رسنيو پرته له دې، چې ويره خپره كړي كوم بل خبري ارزښت يى نه درلود.
خو ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا افغان دولت او نړيوالې ټولنې ته سپارښتنه كړې، چې بايد له پرونۍ حملې نه د عبرت درس واخلي او شتو نيمګړتياو ته دې متوجه شي، كه نه نو دغه لويه شته به لا پراخه شي او دغسې پيښې به بيا بيا تكرار شي.
په ورځپاڼه كې د دا ډول پيښو په اړه د يو شمير كارپوهانو نظرونه هم راخستي او ليكلي، چې يو شمير اړخونه د اوسني نظام د بې باوره كولو لپاره كار كوي
هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په كابل ښار پرونۍ حملې غندلي او ليكلي، چې دا ډول حملې د افغان ولس او مشرتابه هوډ نشي زيانمنولاى.
ورځپاڼې په دوام كې امنيتي ادارو ته دا سپارښتنه هم كړې، چې د افغانستان د لويو ښارونو او په تيره بيا د پلازمينې په امنيتي سيسټم له سره كتنه وكړي او شته نيمګړتياوې له منځه يوسي.
ورځپاڼې د پرونۍ حملې په اړه په افغانستان كې دننه او بهرښودل شويو غبرګونو ته هم كتنه كړې او ليكلي، چې ملګرو ملتونو د امريكا سفارت د بريتانيى صدراعظم او د امريكا ځانګړي استازي په كابل پرونۍ حمله په كلكه غندلې ده.
د ورځپاڼې د لومړي مخ په سر كې د كابينې د نوى وزيرانو د لوړې د مراسم انځور هم خپور شوې، چې په كابل ښار د وسلوالو د حملې په مهال پر ځاى شوي.
راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د پرونۍ حملې د يو ستر انځور د خپرولو ترڅنګ په غټو ټكو سره ليكلي، چې د افغان ولسمشر د كابينې يو شمير غړو د لوړې مراسم پداسې حال كې ترسره كړل، چې وسلوال مخالفين د ارګ د ماڼۍ د دروازو تر شا حملې وكړې او د بې ګناه خلكو په وژنه بوخت وو.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې كه څه هم د پرونيو پيښو په اړه د افغان امنيتي ځواكونو چټك غبرګون ستايلې خو ليكلي، چې دې حملې د عامو خلكو ترڅنګ، بې خبره دولتي چارواكي او نړيواله ټولنه هم ولړزوله.
ورځپاڼې په دوام كې په نړيوالې ټولنې دا انتقاد هم كړې، كه په تيرو اتو كلونو كې د ستونزو جړ ته پاملرنه كړى واى نو نن به وسلوال مخالفين ددې جوګه نه وو، چې دا ډول حملې وكړي.
افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې د وسلوالو پرونۍ حملې وحشيانه بللې او ليكلي، چې پدې حملو كې يو وارې بيا زيات زيان عامه خلكو ته اوښتې دې.
ورځپاڼې وړاندې ليكلي، چې پرونيو حملو وښودله، چې كابل ښار د وسلوالو مخالفينو د حملو له اړخه زيان منونكې دې او چارواكي بايد دا باوري كړي، چې په راتلونكې كې دا ډول حملې تكرار نشي.
ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې په افغانستان كې د بې كارۍ ستونزه او پكې دا ښودل شوې، چې وسلوال په څه ډول سره له دې ستونزې د ځان په ګټه كار اخلي.
اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼې هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړيدي.
انيس پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د تفاهم له بهير سره د پرونيو حملو د تړاو په موضوع بحث كړې او ليكلي، چې ددې حملې تر شا د ځينو مغرضو كړيو لاس ښودل شوې، چې هڅه كوي د تفاهم روان بهير زيان من كړي.
خو اصلاح بيا ليكلي، چې په كابل ښار پرونۍ حمله يو نه بښونكې جنايت دې، چې د عامه خلكو پر ضد ترسره شو.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ زياته برخه په كابل پرونۍ حملې ته ځانګړې او ليكلي، چې حمله كوونكي شپږ ساعته له امنيتي ځواكونو سره وجنګيدل او زيات زيان يى عامه خلكو ته واړوو.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په كابل ښار پرونۍ حمله د ولسمشر كرزي د سولې وړانديز ته د طالبانو غبرګون بللې او ليكلي، چې طالبانو پدې حملې سره وښودله، چې دوى سولې ته حاضر ندي او په افغانستان كې ځانګړي اهداف تعقيبوي.
ورځپاڼې په دوام كې په كابل ښار كې دننه د دا ډول حملو ترسره كول تر پوښتنې لاندې راوستلي او ليكلي، چې يا خو تدابير سم ندې او يا هم وسلوالو ته په كابل ښار كې دننه امكانات برابر شوي.
ورځپاڼې د امنيتي ځواكونو دغې كمزورۍ ته په اشارې ددفاع او د كورنيو چارو د وزيرانو د استعفې غوښتنه كړې.