کور / شعر / د مرحوم استاد رسول امين په ياد

د مرحوم استاد رسول امين په ياد

ټوټه
د وطن مينه لکه وينه په هر رگ کې گرځي
عجيب جانان دى له جانان بېليدل نه پېژني

نوم وي ژوندى تل د هغوى چې د هېواد په خاطر
د مرگ تر پولې پورې ځي ستنيدل نه پېژني
=================================

نن د مرحوم “امين” د ژوند څو خاطرې يادوم
څه د وطن، څه د هجرت، ورځې او شپې يادوم
د چلستون دبڼ تر څنگ د کابل جان په زړه کې
ځاى د دمې د “امين” کور هغه شېبې يادوم

روان په منډه دي يو بل پسې د شمار کلونه
لکه په سر وهي ساحل د کونړ سيند موجونه
د چا د غاړې په اميد شول په ميرو کې خاورې
ورژېدل کونړ دره کې د پېکو گلونه

له ياده نه ځي په زړه ليک لکه د کاڼي کرښه
د پېښور بې خونده ژوند او د هجرت کلونه
لکه په اور سړى نينې شي سپلنيو په شان
جدا له خپل ملکه سوځېږي د بدن هډونه

وروستۍ شېبې دې امريکا کې له مونږ دريغ نه کړې
د سبا ستورى شوې ښکاره پاس په اسمان استاده!
لکه د لمر دې بې احسانه وړانگې وشيندلې
مونږ دې هم ښاد په خپل ديدن کړو مهربان استاده!

افغانستان کې دې بل کړى و مشعل د عرفان
په پوخ قلم دې ملگرتيا وه له ښوونې سره
تېر دې شو ژوند د افعانانو ارتقا لپاره
په نېک روش دې ډېر ملگري کړل پوهنې سره

منصف ساقي ويش د ترخو پيالو په يو لاس کوي
وار د مرگي کور کې د رند هم د زاهد راځي
وخت د گيلې لکه زما په شان غريب ته نه شته
قصر د شاه ته هم د دې انصاف قاصد راځي

خپل او پردو سره احساس شو د ناڅاپه غم
لندې په اوښکو شوې هر ځاى کې د دوستانو سترگې
د اسمايي په سر شو خپور د خواشينۍ څادر
سرې له حسرت شوې گوډ په گوډ د افغانانو سترگې

درسره پاتې شو په زړه کې د کلونو ارمان
وطن کې ختمې ستا په ژوند نه شوې د غم ورځې
وختونه تېر شول مشره! ته هم د بخښنې شولې
خداى دې په ژوند د ژوندو بس کړي د ماتم ورځې

په هديره د مور او پلار کې تدفين بخت گڼمه
مرحوم امينه! مبارک دې شه سپېڅلې خاوره
زه متين کړمه تل دعا ستا مغفرت لپاره
ښکلې روضه دې د جنت شه دغه ښکلې خاوره
­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­
نومبر -­ ١٩ -­ ٢٠٠٩
منټيکا ­ – ­ کليفورنيا