زيرئ مي درباندي ، خوله خوږه راکړه
سرې شونډي پر شونډو نذرانه راکړه
ټينګ مي کړه او غيږي ته راودانګه
سترګو کي د ميني کرېشمه راکړه
مه مي پريږده ، ژر ژر را نه وپوښته
سپينه خولګۍ پرانيزه وعده راکړه
زه به په وار وار وايم چي زيرئ دۍ
ښکل مي کړه د زيري شکرانه راکړه
زيرئ مي درباندي خدای مي ومنل
شپه يې ستا په خوا کي رندانه راکړه
2008-01-23