کور / تازه خبرونه / چين پر هندوستان حمله وکړه

چين پر هندوستان حمله وکړه

د هندوستان د ملي امنيت سلاکار ايم، کې، ناراين پر چين باندي تور لګولئ چي د هندوستان د حساسو دفترونو پر انټرنيټي معلوماتو يې حمله کړې ده.
چين د هندي مشر دغه ادعا رد کړې او وايي د دوى په ملک کي پر دغسي کړنو باندي بنديز لګېدلئ دئ.
ايم، کې ناراين په لندن کي د ټايمز ورځپاڼي ته ويلي د ده د خپل دفتر په ګډون پر څو نورو دفترونو باندي چينايي هاکرانو د تېر کال د ډسمبر پر ١٥ – مه دغه حمله کړې ده.
د ښاغلي ناراين په وينا چينايي هاکرانو د هندوستان انټرنيټي شبکې ته د ټروجن په نوم وايرس داخل کړئ چي په ذريعه يې د دوى د کمپيوټرونو څخه لېږونکي اسناد ترلاسه کړي، خو د چين د بهرنيو چارو وزارت د هندوستان د حکومت دغه ادعا په کلکه ردوي.
تر دې دمخه د ګوګل نړيوالي انټرنيټي شبکې هم د چين پر حکومت تور لګولئ وو چي د آسيايي هيوادونو د بشري حقونو د سازمانونو جيمايل اکاونټونه يې بند کړي دي.