" /> " /> " /> " /> کابل : جګړه لا هم روانه ده – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / کابل : جګړه لا هم روانه ده video

کابل : جګړه لا هم روانه ده video

د کابل پر ښار د طالبانو تر نوي حملې وروسته چي لا اوس هم دوام لري، حالات له رسنيو څخه پټ دي، د پېښي ځاى ته ژورناليستان رسېدلي خو امنيتي مقامات له ډېرو خبرو څخه ډډه کوي.

د طالبانو وياند د حملې له پيل سره د کابل ښار ته د ٢٠ ځانمرګو ننوتل تائېد کړل او وايي دولتي حساس دفترونه يې هدف دئ.

په پښتونستان واټ، فروشګاه، عدليې وزارت، جمهوري رياست، افغانستان بانک او پل خشتي جامع ته څرمه د سپکو او درنو ډزو ږغونه اورېدل سوي دي چي لا اوس هم روان دي.

د دې پېښي د مرګ ژوبلي خبرونه لا تر اوسه نه دي معلوم خو دا چي سيمه د ګڼي ګوڼي څخه ډکه ده د ښار په واټونو کي امبولانسونه هم ليدل کېږي چي يوې او بلي خوا ته په حرکت کي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند په يوه لنډ خبري کنفرانس کي وويل وسله وال اوس هم مقاومت کوي، د لاسي بمونو او سپکو وسلو څخه په استفادې د ځان دفاع کوي، خو وايي دوى مطمئن دي چي امنيتي ځواکونه به دغه حمله شنډه کړي.

عيني شاهدان وايي وسله والو اول د جمهوري رياست مخته ځانمرګى بريد وکړ، د امنيتي ځواکونو پام يې جمهوري رياست ته متوجې کړ او وروسته يې په شاوخوا نورو سيمو کي وسله والي حملې شروع کړې.

وېډيوګاني :