کور / تازه خبرونه / وزيرستان: بې پيلوټه طيارو بله حمله وکړه

وزيرستان: بې پيلوټه طيارو بله حمله وکړه

د پښتونخوا ايالت په قبايلي سيمو کي د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په تازه حمله کي ١٢ تنه وژل سوي دي.
لومړني معلومات وايي يوې الوتکي په شمالي وزيرستان کي يو کور په نښه کړ چي تر اوسه ١٢ مړي ځني راکښل سوي دي.
په دې سيمه کي د جنوري پر ١٤ – مه هم بمباري سوې وه، چي په نتيجه کي يې د قبايلي طالبانو د مشرحکيم الله مسود د مړيني متضاد خبرونه خپاره سول.
امريکا د حکيم الله مسود د مړيني خبر خپور کړ، خو طالبانو او پاکستاني حکومت يوازي د هغه د زخمي کېدو خبر تائېد کړ.
د افغانستان او پاکستان دپاره د امريکا استازى ريچارډ هولبروک وايي دى د حکيم الله مسود له مرګ او ژوند څخه خبر نه دئ، خو که هغه ژوندى وي، نو د نړۍ تر ټولو خطرناک کس دئ.
د تازه بريد په هکله لا تر اوسه نور جزيات نه دي ورکړل سوي، چي قربانيان يې وسله وال او که د نورو ډېرو حملو په څېر ملکي کسان دي.