د جمعې په ورځ د امريکا فډرالي استخباراتو ايف، بي، آى دوه تصويرونه خپاره کړل چي ويل ښايي اسامه بن لادن اوسمهال په دې شکل وي.
د هغو تصويرونو څخه چي ايف، بي، آى خپاره کړي دي، يو يې د هسپانيې د پارلمان غړى ګيسپرلمازارس دئ چي د انځور په خپرېدو يې سخت خواشينى سوئ دئ.
ګيسپر وايي دى د خپل انځور په ليدلو ډېر په قهر سو، ځکه چي د يوه ترهګر په توګه دنيا ته معرفي سوئ دئ.
ګيسپر ويلي د ايف، بي، آى له شبکې سره به د خپل حيثيت د پر ځاى کولو په موخه دعوه کوي او په دې هکله يې له هغوى سره تماسونه هم نيولي دي.
د پيسو په مقابل کي دغسي جعل کارۍ نور وختونه هم ترسره سوي دي.
پر افغانستان د امريکا تر يرغل وروسته يوه افغان امريکايي عکاس چي د سي، اين، اين له ټلوېزوني شبکې سره يې کار کاوه، په کندهار کي د يوه غريب بزګر عکس د ملامحمدعمر د عکس په نامه د يو څو ډالرو په بدل کي خرڅ کړئ وو، چي وروسته رسوا سو.