د پاکستان ولسمشر آصف زرداري د لاهور په يوه محکمه کي په اوو پاکستانيو ژورناليستانو باندي دعوه وکړه.
آصف زرداري نوموړي کسان د ځان په وړاندي په تخريب تورن کړي او وايي د ده په هکله يې په خپلو خپرونو کي بې بنسټه ليکني کړي دي او دى غواړي چي محکمه حساب او کتاب ورسره وکړي.
د پاکستان ولسمشر اصف زداري چي په فساد تورن دئ او دغو ژورناليستانو يې د فساد په هکله ليکني کړي دي .
محکمې ميرشکيل الرحمان، شاهد مسعود، شاهين صهائي، محمداحمد نوراني، انصار عباسي، صالح ظافر او هارون رشيد ته خبر دارى ورکړئ چي د جنوري تر ديرشمي نېټې پوري محکمې ته د خپلو ادعاوو له ثبوت او اسنادو سره يو ځاى حاضر سي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه