کله چې ماته ستا وربل راياد شي
لکه ځانمرګی خپل اجل راياد شي
څومره اوږدې شي لنډې لنډې لارې
کله چې هسې ستا منزل راياد شي
د خيال بېديا مې له جنډو ډکه شي
کومه شېبه کې چې کابل راياد شي
کوم وخت چې حورې زما خيال ونيسي
ما ته لږ خوب ستا په څنګل راياد شي
ګرانه وطنه اوس وېرېږم درنه
ستا له نامې سره ځنګل راياد شي
څوک چې بې قدره پښتنو کې وينم
اټک نه پورته خوار اجمل راياد شي
غزل
غرونو نه درنې درنې ګنا کوي
سترګې دې هم مرګ کوي هم غلا کوي
هېره مې پښتو شي بس غلام مې کړي
ښکلي تش نظر باندې بلا کوي
نه صبرېږم هسې ګنې پوی يم چې
نن غوندې کانې راباندې بيا کوي
نه ورکوي خپل خو بل نه اخلي زړه
ټول عمر اشنا په سود سودا کوي
څوک به يې په کوم قانون راونيسي
يار چې اوس جرمونه په ادا کوي
هسې شمارل شوی په شيخانو کې
زړه کې اټک تل ليلا ليلا کوي