ډیر جانیان راغلی شورا ته په خیانت
شورا نه يي جوړ کړی منډهي د تجارت
د هیواد او ولس په ګټه نه کوی دارومدار
یوازی ځان ته غواړی واک، ان او اختیار
عجب غونډال دی نالوسته، ازمايي افیسر
لیسانس ،ماستر ، ډاکټر او پروفیسر
باید ولري وکیلان ، ولسمشر او مرستیالان
دوکتورا چې جوړوی قانون او دې اداره چیان
وکیل د ولس لپاره نه کوی کار کوی یې په پیسو
رایې ورکوي وروسته د معاملو او پټو کتو
تپاک وهی میم زورما ته ، نه لري شونتیا
زړه کښانده دی بل وار ته دا خانتما
اولنو ویل وکیلان وي ګوربتان د ولس
مګر د خوږو به لیدو شوله هغوی ټوله مګس
ځینې وکیلان وايي اول ځان بیا ولس
ځکه ولس کله زه ټاکلی یم په خپل وس
زه راکښ شوی یم د ځینو په وعدو
بایدهیلې او غوښتنې ومنم دهغو
اوس چې شکر وکیل شوی یم د شورا
هر شپه له خپله زوره خورم د کوټي ښوروا
غرمه یو ځای شپه بل ځای یم خاص مېلمه
له ډیرو وازګو مي تنګه شوې ده غټه کولمه
رانه جوړ شوی دی سم دم کمېشن کار
دلته او هلته منډی وهم په تلوار
جلسې ته ځم په میاشتي کې یو وار
د معاش لپاره چې شم له بزنیسه بیکار
ددولت مامور نه یم چې اخلی په افغانیو قلمانه
زه اخلم د خلکو شکرانه او په ډالرو بیعانه
له سهار تر ماښامه چلیږم لکه دلال
دلته هلته اجرا کوم کارونه محال
په قانون جوړولو کې نه ده زما ګرمتیا
واندونه او خیا لونه دی ټول د بل چا
که په ټېلماتیل کې ولس وټاکلم رښتیا
داسی کارونه به وکړم چی ټوله وخاندی بیا
هغه وختونه تیر شول هغه د کټوی ښوروا
اوس دکترو پر ځای د ټېپرو جوړوي پساو ها
شورا هم تغیر کړی، نه ده هغه پخوانی شورا
تنظمي ، کامي او سیاسي شو ې ده خورا