کور / تازه خبرونه / هلمند: دوه برتانوي عسکر ووژل سول

هلمند: دوه برتانوي عسکر ووژل سول

د برتانيې د دفاع وزارت په افغانستان کي د دوو پوځيانو د مړيني خبر ورکړ.
د دفاع وزارت وايي دغه عسکر پرون د جمعې په ورځ په هلمند ولايت کي د پلي ګزمې پر مهال وژل سوي دي.
د وزارت د خبرپاڼي له مخي عسکر د هلمند په سنګين ولسوالي کي هغه مهال ووژل سول چي موټر يې پر يوه ماين باندي برابر سو.
د دغو عسکرو په مړينه په افغانستان کي له ٢٠٠١ کال راهيسي د برتانوي پوځيانو د مړو شمېر ٢٤٩ يا يو کم دوه نيمه سوه ته ورسېد.