کور / تازه خبرونه / ولسي جرګې اووه وزيران ومنل، ١٠ يې رد کړل

ولسي جرګې اووه وزيران ومنل، ١٠ يې رد کړل

د افغانستان ولسي جرګې د ولسمشر حامد کرزي له خوا وړاندي سويو ١٧ وزيرانو ته د باور رايه ورکړه چي له هغې جملې څخه يې ٧ تنه ومنله او ١٠ نور يې رد کړل.
ولسي جرګې تېره مياشت هم د حامد کرزي له لومړني وړاندي سوي ليست څخه ٧٠ فيصده کسان رد کړي وو.
د دوهم ليست له اوولسو کسانو څخه د بهرنيو چارو وزارت ته ډاکټر زلمى رسول، د عدليې وزارت ته حبيب الله غالب، د حج او اوقافو وزارت ته محمديوسف نيازى، د اقتصاد وزارت ته عبدالهادي ارغنديوال، د کليو او پراختيا وزارت ته جارالله منصوري، د کار او ټولنيزو چارو وزارت ته آمنه افضلي او د مخدره موادو سره د مبارزې وزارت ته ضراراحمد مقبل د رايو په اکثريت کاميابه سوي دي.
د نن ورځي په کاميابو وزيرانو کي ضرارحمد مقبل تر ټولو ډېري ( ١٦١ ) رايي ګټلي او جارى الله منصوري تر ټولو لږ (١١٣) رايي ګټلي دي.
د لوړو زدکړو وزارت ته کانديد عصمت الهى، د فوايد عامې وزارت ته کانديد انجينر بشير لعلى،د عامي روغتيا وزرت تهکانديده ثريا دليلي، د سوداګرۍ او صنايعو وزارت ته کانديد ظاهر وحيد، د ټرانسپورټ وزارت ته کانديد عبدالرحيم اوراز، د ښځو چارو وزارت ته کانديده پلوشه حسن، د کډوالو وزارت ته کانديد انجينر عبدالرحيم، د سرحدونو وزارت ته کانديد ارسلا جمال، د ښاري پراختيا وزارت ته کانديد سلطان حسين ايثاري او د مخابراتو وزارت ته کانديد عبدالقدوس حميدي د ولسي جرګې څخه د باور پر ترلاسه کولو نه دي توانيدلي.
د ولسي جرګې نننۍ پروسې ته لا تر اوسه د افغانستان حکومت رسمي غبرګون نه دئ ښودلئ، خو لکه څنګه تيري کابينې ته په پام سر تمه کېده وکيلانو يو ځل بيا تر نيمي زيات وزيران رد کړل.
د چارو ډېرى څېړونکو اټکل کاوه چي د کرزي دوهم ليست کي به هم ډېر کسان د باور رايي ځکه وانخلي، چي له يوې خوا اکثره وړاندي سوي وزيران کاري تجربه او شهرت نه لري او له بلي خوا کرزي تر انتخاباتو دمخه د بېلابېلو ډلو سره د وزارتونو ژمني کړي وې. د څېړونکو په ګومان د ولسي جرګې د رايو او د کرزي د ليستونو دغه پروسه به تر هغه وخته روانه وي چي د ولسمشر کرزي سره د معامله ګرو کسانو ليست پاى ته رسېږي.