کور / تازه خبرونه / امريکا د بګرام زندان د بنديانو ليست خپروي

امريکا د بګرام زندان د بنديانو ليست خپروي

د امريکا حکومت وايي د افغانستان د بګرام زندان ليست يې چمتو کړئ چي ډېر ژر به يې خپور کړي.
دغه ليست چي تر اوسه پوري مطبوعاتو ته نه دئ راوتلئ چمتو سوئ دئ، او له مخي يې په دې زندان کي ٦٤٥ کسان بنديان دي.
د بګرام بدنام زندان هم د امريکايي پوځيانو تر مستقيم کنټرول لاندي وو چي بنديانو ته يې د ساتونکو او مسئولينو له خوا راز شکنجې ورکول کېدلې.
د بګرام زندان هم د ګوانتانامو او د عراق د ابو غريب په شان د نړۍ له بد نام ترينو محبسونو څخه دئ.
په دې زندان کي پر افغاني بندنيانو سربېره عرب او د نورو بهرنيو هيوادونو ځيني کسان هم بنديان دي.
د امريکا حکومت پتيېلې چي له دې وروسته د بګرام زندان چاري د افغانستان حکومت ته وسپاري.