کور / تازه خبرونه / ايف، بي، آى د بن لادن نوي عکسونه خپاره کړل

ايف، بي، آى د بن لادن نوي عکسونه خپاره کړل

د امريکا فډرالي استخباراتو ايف، بي، آى د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن دوه نوي خيالي انځورونه خپاره کړي چي وايي د هغه په پېژندلو کي به له خلګو سره مرسته وکړي.

د ايف، بي، آى ويبپاني د بن لادن پر سر اعلان سوئ انعام هم يو ځل بيا خلګو ته ورپه ياد کړئ دئ.

ايف، بي، آى په داسي حال کي دغه نوي عکسونه خپروي چي د نړۍ په زياترو مطبوعاتو کي د بن لادن د مرګ او ژوند په هکله متضاد خبرونه خپاره سوي دي.

له تيري يوې مياشتي راهيسي مطبوعات بېلابېل خبرونه او تحليلي مقالې خپروي چي له مخي يې د اسامه بن لادن پر مړېنه دلالت کېږي. بلي خواته د ايف، بي، آى د پورتني اقدام په هکله ځيني څېړونکي وايي ايف، بي، آى ځکه د بن لادن نوي عسکونه خپاره کړي، چي غواړي په خپلو دروغجنو تبليغاتو هغه ژوندى معرفي کړي، په افغانستان، عراق او اوس په يمن او سوماليا کي د امريکا نويو پلانونو ته لاره پرانيزي.