کور / تازه خبرونه / امريکا پر يمن بمبارۍ شروع کړې

امريکا پر يمن بمبارۍ شروع کړې

د يمن حکومت منلې چي د دغه هيواد په سرحدي سيمو کي امريکايي الوتکو د القاعدې د ځپلو په موخه هوايي حمله کړې چي په ترڅ کي يې شپږ مهم جنګيالي وژل سوي دي.
د يمن حکومت وايي په امريکايي بمباريو کي د قاسم الرايمي مي نوم د القاعدې يو غړى وژلئ چي په ٢٠٠٤ کال يې د امريکا پر سفير د حملې بندوبست کړئ وو.
د يمن حکومت وايي په دې حمله کي د اياز الشعباني، عمارالوائي او صالح الطيس په نوم نور جنګيالي هم وژل سوي چي د القاعدې له ډلي سره يې تړاو درلود.
د يمن حکومت چي له تيري يوې مياشتي راهيسي يې په خپل هيواد کي د القاعدې پر جنګياليو عمليات شروع کړي، دا لومړى ځل دئ چي په دې عملياتو کي د امريکايي الوتکو د مرستي پخلى کوي.