کور / تازه خبرونه / د افغانستان او دوو ګاونډيو کنفرانس روان دئ

د افغانستان او دوو ګاونډيو کنفرانس روان دئ

د افغانستان، پاکستان او اېران د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ يوه غونډه په اسلام آباد کي روانه ده.
د دې غونډي موخه په افغانستان کي د امن او ثبات راوستل، د بيا رغوني او په لندن کي د جوړېدونکي کنفرانس په هکله د نظرياتو ادلون بدلون په ګوته سوئ دئ.
دغه کنفرانس چي افغانستان په هکله د امريکا تر نوي اعلان سوي پاليسۍ وروسته لومړى غونډه کوي، چي د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست ډاکټر رنګين سپنتا، د اېران د بهرنيو چارو وزير منوچهر متکي او د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي يې ګډونوال دي.