د امریکا د دفاع وزارت ( پنتاګون ) نن خبر ورکړ چی په تیره میاشت ( یعنی ډسمبر ) کی ۱۱ پوځیانو ځانونه وژلي دي حال دا چی په ټوله کال کی دا شمیر ۱۶۰ ته رسېدلی دی . په ۲۰۰۸ کی د ځان وژنو تعداد ۱۴۰ و . راپور زیاتوی چی د امریکایی پوځیانو د ځان وژنی عمل کال په کال ډیریږی او مختلف علتونه لری لکه : دماغی پریشانی ، کورني اختلافات ، روحی فشارونه او د وظیفې په مهال د تلفاتو لیدل او متأثره کېدل .