خندنۍ موسكا ، خونړۍ امسا
پروفیسورکابلی والا ، هندوستان
چامسکي څه وویل ؟
له افغانانو کله هم داوسنیوستونزو دحل په ترڅ کې پوښتنه نه ده شوې …
په افغانستان کې دامریکا دبشري حقونو ضد تګلاره اوس په نړیوالو کچه دنړۍ د سوله دوستو او بشري خواخوږو داندیښنې اوپاملرنې وړشوې ده ، همداده چې داوبامااداره اوپه خپله اوباما اوس نه یوازې دیوې اخلاقی او وجداني محاکمې له فشاره ځوریږي ، بلکې هغه رښتیاوې یی هم د زړه له کومي په زړه وراوړي چې اوس ده ته دوینې څښونکي بوش له دورې په میراث ورپاتې دي . دده لویه تیروتنه داوه چې په ده کې دومره شهامت پیدانه شو چې دافغانستان ستونزې ته یې دیوه تیري په سترګه کتلي وای اودنړۍ په وړاندې یې دا اعتراف کړی وای چې ددوی بلوسیدنه پرافغانستان باندې په رښتیاهم یوتیری دی اوله دې امله یې باید په لومړي ګام کې له افغانانو او په دویم ګام کې دهغو هیوادو له خلکو څخه چې ددوی په زرګونو بچیان یې په افغانستان کې دهیځ لپاره قربانۍ کړل بښنه غوښتې وای ، خود ه داکارونه کړ او هم هغه بوشي خره ځیل ته یې همداسې دهغه په شان دوام ورکړ.
خبره داده چې تراوسه پورې نړۍ داسې فکرکاوه چې امریکا اویارانو یې په رښتیا هم دافغانستان خبره په دې خاطرکلکه نیولې چې دوی به ویل د ۹/۱۱ ناڅرګنده پیښه په رښتیا هم له افغانستان څخه پیل شوې ، اوافغانان ددغې بدمرغې پیښې عاملین دي ،خواوس ورو وور دنړۍ ژوندي افکار دافغانستان په اړه په یوه انتقادي دریځ کې دریږي ، دوی ترهرڅه دمخه په دغه اړه دا پوښتنه کوي : امریکا چې کوم دلایل په دغه اړه وړاندې کوي ، هغه نه په سیاسی ،نه په اخلاقي ،او نه هم په ستراتژیک لحاظ سم او موثق توجیه کیدای شی …
پرافغانستان باندې تیری پرناپیلو ټولنو او ارګانو برسیره ان دیوشمیرنومیالیو پوهانو او سوله غوښتونکو څیرو دجدي اندیښنې اوپاملرنې وړشوې ده چې له دغو کسانوڅخه یوهم امریکا یې ژب پوهاند او دسیاسي لید خاوند (نیوم چا مسکي ) دی . هغه څوک چې په شپیتمه لسیزه کې یې پرویتنام باندې دامریکا کټ مټ یرغل یوبشري ناورین اوتیری وباله او له امله یې نظریات دنړیوالو مسالو په اړه دنړیوالو لپاره دپاملرنې وړشول . چا مسکي زموږ په عصرکې یوله هغو ژبپوهانو څخه هم دی چې نظریات یې دنوې ژبپوهنې په برخه کې هم دنړیوالوعلمي ټولنو له خو اپه درناوي سره ومنل شول چې له دې امله اوس هم په نړیواله کچه یونومیالی ژب پوه دی چې دخپل عمر په ترڅ کې یې یوازې په ژبه اوژبپوهنه باندې بسنه ونه کړه او کله کله یې دنړې دسیاست ډګر ته هم رامخه کړې ده . دهغه نظریات په دې وروستوکې دافغانستان په اړه هم دنړیوالو په وړاندې راوپړکیدل ځکه نو په هغه دریځ او اهمیت سره یادیږي لکه چې پرافغانستان باندې دشوروي یرغل په ترڅ کې دهغه هیواد دنامتو فزیک پوه او دنړیوالو جایزو وړونکي ( سخاروف ) له خوا وغندل شواودبریژنف د دیکتاتورۍ په وړاندې یې خپل انساني غږ په وړتیا سره پورته کړ او ویی ویل : « زموږ دغه ځوانان چې اوس افغانستان ته دجګړې لپاره بې لامله واستول شول دوی هغه څوک دي چې پلرونه یې ددویمې نړیوالې جګړې له اورنیوډګرونوڅخه بیرته ژوندي راستانه نه شول ، دوی به همداسې له افغانستان څخه ژوندي راستانه نه شي … »
همداسې پروفیسور چامسکي یوله همداسې پوهانوڅخه دی چې کټ مټ نظر دامریکایی ځوانانوپه اړه لري دده په نظر دامریکا دغه روان خونړۍ سیاست نه یوازې داچې نړ ۍ یې حیرانه کړې بلکه لرې نه ده چې خپله امریکایې ولس به ډیرزر له ځان ساتي دریځ څخه دعینیت او واقعیت ډګر ته راوباسي اوهغه څه به ډیرزر ووایی چې تراوسه یې هم دهغه دویلو توان په ځان کې په دې خاطر چې دنیویارک لوړبرجونو یې سترګو نیولی نه لیده ، او له هغو ژورواو پټو ستونزو څخه ناخبره وو چې امریکا یې ملت به یې راتلونکې ته د زغم اوږې ورکوي اوددغو تیروتنو قرباني کیږي به .
چامسکي چې دبی بی سی په هارد ټاک ( ۲۸ دسامبر۲۰۰۹ ) کې یې خبرې کولې دمرکچي خبریال ددې نظرپه ځواب کې چې تاسې ولې په افغانستان کې دامریکایی روان سیاست له انتقادکونکو څخه یی ، آیا تاسې نه پوهیږۍ چې دپرنیویارک یرغلونه له افغانستان سره په تړاوکې وو ؟
ده په خورا نرمه ژبه ځواب ورکړ او دهغه خبره یې داسې ورغبرګه کړه چې : « په دغه یرغل کې دافغانستان دخلکو ګناه څه وه ؟ داخو یوه خبره ده چې موږ یې کوو، دامریکا اوطالبانو توپیر په دې نه و چې دوی پرامریکا یرغل کاوه او نه موږ تراوسه داسې اسناد لرو چې له دوی څخه به امریکا ته خطر و ، بلکه ددوی لوی توپیرپه دې و چې امریکایانو له طالبانوڅخه اسامه غوښت ، دوی ورته وویل چې موږ ته باید موثق او مستند اسنادراکړﺉ ، بیا به له هغه وروسته سره ګورو ، امریکا دغه خبره ترپایه ونه څارله ، دنیویارک دڅلونړیدل رامنځ ته شول ،زریې دخپل یرغل تابیا وکړه اوپرافغانستان باندې وروبلوسیدل اوهغه یې ونیو…
چا مسکي اوس دافغانستان په اړه خورا مهم سوال داراپورته کړی دی ، چې هغه دده په اند دافغانستان دخلکو نظر ، دریځ او رایه ده . هغه په دې نظر دی چې دامریکا تیري سره له دې چې یویرغل دی ، بلکه دهغه لپاره نه امریکا اونه هم دهغه انډیوال په دې توانیدای شي چې نړۍ ته ددغه بې ځایه اوبې وخته تیرې دلایل وړاندې کړي ، چا مسکي دامریکایی تیري دسپیناوي په اړه دا په ډاګه نه وایي چې دغه تیری مرسته ده اوکه یرغل ، یوازې په خورا ماهرانه او انسان دوستانه توګه دخبریال په ځواب کې وایی چې : په دغه اړه باید دافغانستان خلک وپوښتل شي …
په رښتیا هم له هغې ورځې چې امریکا اوانډیوالان یې پرافغانستان راننوتي دوی : لومړی خو له دوی څخه نه انفرادي کسانو اونه هم نړیوالې ټولنې پوښتنه وکړه چې دوی افغانستان ته دکومې ژمنې پربنسټ راغلي دي ؟ چا راغوښتي ؟ که سړی دبن تش په نامه تړون ته ګوري ، که سړی په ۲۰۰۱ کال کې دامریکا یرغل ته ګوري ، له دغوټولو خبرو سره سم داپوښتنه شته چې له دوی سره افغانستان ته په راتګ کې چا مرسته وکړه؟ دافغانستان خلکو او که هغوی ( دنظارافغان دښمنه ټلواله چې دافغانستان خلک اوتاریخ به یې کله هم ونه بښې اودهغو سرایله ازبک ملیشه ) چې دوی په ډالرو واخیستل او دطالبانوپه مقابل کې یې وکارول ؟ آیاهغو ی اوس ددې توان لري چې نه یوازې دامریکالپاره خیروغواړي ، بلکه په خپله دوی کولای شي چې له خپلوکورونوڅخه دباندې په آزادو مټو وګرزي؟ آیا امریکایی واکمنان اوس په دې پوهیږي اوصادقانه دااعتراف کولای شي چې دوی په افغانستان کې له شکه پرته دفساد دعاملینوملاتړکړی و ؟
داټولې پوښتنې هغه څه دي چې دپروفیسور چا مسکي له خبرو سره یې په تړاوکې دامریکایی فسادي موخو په وړاند سړی طرحه کولای شي ، ځکه اوس خبره داده چې په امریکا اونړۍ کې ټول خلک لکه دړندوغوندې دافغانستان دلانجې په اړه دپټوسترګوعمل نه کوي .
چامسکي په دې پوهیږي چې که امریکا د سپتامبرله یوولسمې پیښې سره نه وای مخامخ شوی ، داخبره شونې نه وه چې دوی دې په دومره وارخطایی سره افغانستان ته راغلي وای ، داپیښه وشوه داچې چا وکړه داهم تراوسه څرګنده نه ده خو ددې لپاره چې بوش باید دخلکو د احساساتو دکرارولو په خاطر یوڅه کړي وای هم هغه وه چې پردغه هیواد یې په پټو سترګو رامنډې کړې ، دوی فکرکاوه چې هرڅه پردوی شوي هغه افغانانو کړي اویاله افغانستانه پرې ورشوي دي ، دوی دخپلې ناسنجول شوې طرحې دعملي کیدو په خاطر افغانستان ونیو او دلته یې هغه څه رامنځ ته کړل چې اوس دخپلو تیروتنو له امله نه دامریکا خلکو اونه هم دنړیوالو پوښتنو ته دهغو په اړه ځواب لري . دا اوس هرچا اوان په خپله امریکایانو ته په ډاګه شوې چې دوی به کله هم ددووتاریخي اونه هیریدونکوتیریو له امله ونه بښل شي ، چې هغه پرعراق اوافغانستان باندې وو. ځکه دوی پردغو دواړو هیوادو باندې پرته له دې چې دهغوی حاکمیت او دخاورې تمامیت په پام کې ونیول شي یرغل وکړ. همداده چې افغانستان اوس هم دباندنیولپاره په یوې هدیرې بدل شوی دی ، یوازې دسږکال په اوږدو کې څومره باندني پوځیان په دغه هیواد کې مړه شول ، دچا مسکي خبره سمه ده چې افغانان دهرڅه اوهرچا سره دهرډول معاملې توان لري خودغه قام لکه څنګه چې تاریخ یې ښیی ددوو څیزو په وړاندې کله هم دمعاملی ډګرته نه وروځي چې هغه یو ددوی خاوره او بله یې عقیده ده ، په داسې حال کې چې امریکایان اوس ترهرڅه دمخه په دغه برخه کې لاس په کار شوي چې دغه ملت که غواړي اوکه نه باید په لوی لاس له دغې معاملې سره مخامخ کړي ، ترې هیره یې کړي چې هغه په هیڅ ډول شونې نه ده. له همدې امله ویلای شو چې دامریکایی اونورونړیوالوځواکونو د ځوانانو دمړینې لامل په خپله امریکا اودهغې غلطه پالیسي ده. امریکاچغې وهي چې دکرزي اداره په فساد ککړه اداره ده ،خو ومولیدل چې په غټوسترګو ورته ګوري اوبیاهماغه په فساد ککړ ، انسان اوهیواد ته خاین عاملین دواک اوځواک صحنی ته راوړاندې کوي ، اوپرهغه څه چې ترپرون پورې له اباما رانیولی بیاتر یوه عادي دیپلومات پورې یې خولې سرې وې اوهرڅه یې دفساد په دایره کې ترسترګو کیدل ، اوس یې ځان دیوه یا دووجاسوسانو دځاي پرځای کولو په خاطر داسې آرام نیولی دی چې ګواکي په افغانستان کې هرڅه سم روان دي ، سره له دې چې دوی خپلې موخې ته ورسیدل خو له دې سره سره به دافغانستان دپارلمان دغه تاریخی تصمیم کله هم دافغانستان دپارلمان تاریخ کې له یاده ونه باسي ( که په راتلونکې هم دایماندارۍ پرهمدغه پوله باندې ولاړپاتې شي ) هغه څه و چې په رښتیایې هم دافغانستان دخلکو دزړونو اوارادو استازیتوب وکړ ، خو امریکایانو بیاهم دشک په سترګو ورته وکتل …
په هرډول ، زموږ دغه لیکنه بیاهم دنومیالي پوه چا مسکي دتحلیل په اړه وه ، هغه چې لوی مفکردی او هره خبره یې دیوه درانه او انساني منطق پربنسټ دڅیړنې او پاملرنې وړده ، موږ باید په دې باور وو او له هغه سره باید دهغه داخبره ومنو چې دتیرواتوکلوپه ترڅ کې چې څه په افغانستان کې روان دي ، څه چې امریکااوانګریزانو ترسره کړي اویایی اوس ملاورته تړلې ، داټوله هغه څه دي لکه چې دی (چا مسکي )پرې باوري دی چې : نه دافغان ملت اراده په کې وه ،نه داولس چا پوښتیدلی او نه یی ددغه ملت اراده چا په پام کې نیولې ده . دچا مسکی په نظر هرڅوک چې دافغانستان په باره کې هرنیت لري ، ترهغوبه په خپلو کړوکې ناکام اوغاښ ماتي وي ترڅوچې دغه ملت چا پوښتیدلی نه وي، دچامسکي په اند بایددافغانانو ارادې ته درناوي وشي ، دوی باید دخپل برخلیک په اړه ترهرچا دمخه وپوښتیدل شي ، ځکه چې ددغه هیواد دستونزې دحل کلي ددوی په لاس کې ده …
پاي
نوی ډیلی
د شل لسم کال څلورمه