کور / تازه خبرونه / دهراود : انتحاري چاودني ۱۳ تنه ټپيان او ۲۰ نور ووژل

دهراود : انتحاري چاودني ۱۳ تنه ټپيان او ۲۰ نور ووژل

د دهراود په ګڼه ګوڼه بازار کښي د اسعارو مارکېټ ته څېرمه د عامو خلګو ترمنځ د يوانتحاري چاودني له امله لږ تر لږه ۱۳ تنه ټپيان او ۲۰ نور وژل سوي دي چي ماشومان هم پکښي کي شامل دي او يو شمېر دوکانونو ته هم زيان اووښتئ دئ .

د چاودني اصلي هدف د ناټو او قومي مشرانو ترمنځ د امنيتي وضعي په اړه يوه غونډه ښودل سوې خو دا لا واضح نه ده چي چاودنه ولي تر هدف نه مخکي ترسره سول .

د ناټو ځواکونو د وياند جنرال عبدالحميد په وينا بريد کوونکی چي د چاوندونکو توکيو واسکټ يې اغوستئ وو، د اسعارو مارکېټ د امنيتي ګارډ له خوا راوګرځول سو چي وروسته چاودنه رامنځته سول .

دا خونړۍ چاودنه چي تلفات يې زياتره ملکي کسان دي د ملګرو ملتونو تر خپور سوي راپور يوه ورځ وروسته صورت نيسي، چي په هغه کښي د ملکي تلفاتو پړه د وسلوالو مخالفينو او طالبانو پر غاړه ور اچول سوې وه خو طالبانو بيا په خپل تازه غبرګون کښي دغه راپور يو اړخيز بللئ دئ او زياتوي چي پدغه راپور کښي د بې پيلوټه الوتکو او فارسفورس بمونو پر ملکي تلفاتو باندي سترګي پټي کړل سوي دي .