د ټولنى هر سړى ترې مرور وي
چې د چا جامې پېوند سر يې ببر وي
كه روغبړ يې هر څو پند ګفتار وي پوهه
هم پوهنه كې له هر وګړي بروي
خو چې نلري دولت نو ځان د پوه كړي
چې رېښتيا ويل به تل ورته ضرر وي
دي ناشوني دريښتيا ويل غريب ته
حق ويونكى ليونى يا زورور وي
ما نادار دانا ښاغلى هېڅ و نه ليد
تل ترتله به دبل په چوپړ سر وي
كه هر څومې پسې ګز كړل چول او سمې
ومې نه موند هېڅ غريب چې بختور وي
چې مالدار يې وسلام ته عليك وايې
په مفلس باندې به هغه ور ځ اختر وي
پكار ندى دا هوښيار چا ته همته
چې بېوسه پوروړى درپه در وي