کور / شعر / د مورکۍ په ارمان

د مورکۍ په ارمان

څنګــــــــــــه تنهــــــــــا يم بې له تا په دې جهان کې مورې
غمونه راشي له اسمـــــــــــــــا نه زمــا ګريوان کې مورې

ستا د يا دو سره مې او ښــــــــــــکې لارې لارې درومي
زړه په کوګل کې چيغې کاږي ستـــــا ارمان کې مورې

که په هرڅـــــــــــه وي راله راشـــــــــــــــه ډېريواځې يمه
پروا مې نشتــــــه که مې سر ولاړ شي تاوان کې مورې

ستـــــــــا جدائي کې د ژوندون څخـــــــــــــه بيزاره شومه
څنګه به خــــــــــــــاندمه د ادښکــــــو په باران کې مورې

ستا د سترګو برکت ؤ چې هرچــــــــــــــا راته خنـــــــــــدل
اوس خو هېڅــــوک نه راته خاندي يم زندان کې مورې

ستا د ارمان باغچـــــــــــــــه کې زه هم يو بې څاره ګل وم
اوس خـــــــو ازغی يم په دا ټوله بيا با ن کې مـــــــــــورې

زخمـــــــــــــــــونه راشي بيرته نه درومي پر هر پر هر شي
طبيب مې نشتــــــه چې زخمونه مې پاسمان کې مورې

د ليونو غـــــــــــــــــــــوندې د شپې ور ځې بې تا به ګر ځم
هيڅوک می نشته چې مې غيږ کې يا قربان کې مورې

د ځلبــــــــــــلاند د زړه له حــــــــــــــــــــاله بس هغه خبر دی
چې يک تنهــــــــا دی په دا دومره لوی جهان کې مورې