کور / تازه خبرونه / پوليس: نهه قاچاق وړونکي ونيول سول

پوليس: نهه قاچاق وړونکي ونيول سول

د هرات ولايت د پوليسو مقامات وايي د چارشنبې په ورځ يې په دغه ولايت کي د نشيي موادو نهه قاچاق وړونکي ونيول.
د امنيه قومندانۍ د مخدره موادو سره د مبارزې مشر زين الدين شريفي وايي دغه کسان د هرات په ګلران ولسوالي کي تېره شپه د عملياتو پر مهال نيول سوي دي.
د نيول سويو کسانو د هويت په هکله څه نه دي ويل سوي، خو د افغانستان حکومتي چارواکي خپله وايي چي لوړ پوړي چارواکي د هيروئينو او تارياکو په کاروبار کي پراخ لاس لري.