کور / تازه خبرونه / پكتيا: نوي ولايتي شورا په كار پيل وكړ

پكتيا: نوي ولايتي شورا په كار پيل وكړ

( سه شنبه د مرغومي ۲۲ مه ) د يو لړ رسمي مراسمو په ترڅ كې د پكتيا نوي ولايتي شورا رسما په كار پيل وكړ ، په دي مراسمو كي دپكتيا والي جمعه خان همدرد هم برخه اخيستي وه .
يوه ورځ وړاندي د پكتيا ولايتي شورا په داسي حال كي چي دولتي او غير دولتي منسوبين ، د ټاكنو د كميسيون استازي . د بشري حقونو خپلواك كميسيون استازي ، قومي مشران ، علما او مجاهدين حاضر وو د پكتيا والي پر وړاندي يي د وفادارى او لوړي مراسم تر سره كړل .
د پكتيا ولايتي شورا ۹ دايمي غړي لري چي له مختلفو ولسواليو څخه پكتيا والو ورته د اعتماد رايه وركړي او دوي يي انتخاب كړي دي .
همدا رنګه ددوي په خپلمنځي ټاكنو كي د ولايتي شورا د ريس په توګه پخواني سناتور محمد لايق منګل ، د مرستيال په توګه ښايسته جان احدي او د منشي په توګه مريم پكتين غوره كړل .
او د مشرانو جرګې لپاره يي د دايمي سناتور په توګه بهرام خان څمكنۍ او د موقت سناتو په توګه يي عبد الحنان حق ويون و ټاكل .
پكتيا والي د مراسمو پر مهال وويل ( زه د پكتيا د پخواني ولايتي شورا له كړنو راضي يم او له تاسو هم هيله لرم چي له حكومت سره په همغږي كار وكړي ، د خلكو ستونزي له نږ دي وګوري او له پرمختيايي پروژو نظارت وكړي )
د ولايتي شورا په استازيتوب سناتور بهرام خان څمكني له ناسو برخه والو مننه وكړه او د والي همدرد څرګندوني يي وستايلي .