کور / تازه خبرونه / حامد کرزى: د امريکا له مرستو منندوى يم

حامد کرزى: د امريکا له مرستو منندوى يم

د افغانستان ولسمشر حامد کرزى وايي امريکا هيڅ وخت افغانستان ته سپين چيک نه دئ ورکړئ، له افغانستان سره مرستي پر امريکا فرض نه دي، ځکه خو دى د هغوى له محدودو مرستو څخه مننه کوي.
ولسمشر کرزي د امريکا له اې، بي، سي ټلوېزوني چينل سره په يوه مرکي کي ويلي دا هيڅ امکان نه لري چي امريکايي پوځيان دي ١٨ مياشتي وروسته په مکمل ډول له افغانستان څخه ووزي، هغوى به څو کاله نور هم د ده د حکومت ترڅنګ په افغانستان کي پاته وي.
وروسته له هغه چي امريکا د تېر کال په پاى کي د افغانستان په هکله نوې ستراتيژي اعلان کړه، د افغان حکومت اندېښنه يې هم راوپاروله.
امريکا ويلي د ٢٠١١ کال په جولاى کي به له افغانستان څخه د عسکرو وتل پيلوي، خو افغان حکومت وايي د دوى امنيتي ځواکونه لا کمزوري دي او بايد امريکا يې يوازي پرېنږدي.