کور / تازه خبرونه / ترکيه: اسرائيل دي زموږ څخه بخښنه وغواړي

ترکيه: اسرائيل دي زموږ څخه بخښنه وغواړي

د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت وايي د اسرائيلو حکومت دي له دوى څخه رسمي بخښنه وغواړي، ځکه چي د دوى د سفير سپکاوى يې کړئ دئ.
د ترکيې حکومت ويلي د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزير په ترکيه کي د دوى سفير ورغوښتى او په غير ډيپلوماتيکه ژبه يې د يوه ټلوېزوني چينل د تړلو غوښتنه ځني کړې، چي دوى يې يهودانو ته په سپکاوي تورنوي.
ترکيه وايي اسرائيل پخپله نړيوال سفارتي اصول نه مني، خو له نورو څخه بيا د احترام تمه لري.
د اسرائيلو حکومت د ترکيې څخه د هغه ټلوېزوني ډرامې بندولو غوښتنه کړې چي يهودان پکښي په جنګي جرمونو او ظلم باندي تورن سوي دي.