د ګوګل انټرنيټ پاڼي ادارې وروسته له هغه په چين کي د فعاليت بندولو ګواښ وکړ چي چين د اسيايي هيوادونو د ځينو بشري ادارو د جيمايل ايميلونه هاک کړل.
د ګوګل کمپنۍ وويل که چين د دغو ادارو ايميلونه ايله نکړي دوى به نه يوازي په چين کي د ګوګل کمپنۍ پر ټولو انټرنيټي اسانتياوو بنديز ولګوي بلکي په دغه هيواد کي به خپلي ټولي څېړنيزي ادارې هم وتړي.
د ګوګل کمپنۍ وايي چين چي د بشري حقونو په تېري باندي تورن دئ، نه يوازي د خپل هيواد هيواد بلکي نورو ٣٤ اسيايي هيوادونو د بشري حقونو د دفترونو ايميلونه يې هم بند کړي دي. د ګوګل کمپنۍ وايي تر اوسه د ايميلونو هاکر يا بندوونکى نه دئ پېژندل سوئ، خو دغه کار په چين کي سوئ، چي ښايي د حکومت په اجازه ترسره سوئ وي.