په كابل پوهنتون كې زما د زده كړو د دوېم كال كيسه ده، كله چې پر افغانستان د نوي اشغال ايله دوه كاله وتلي و او ما د پوهنتون د عياشۍ او فحاشۍ نه ډكه فضا كې يوازې د ګوتو په شمار داسې ملګري پېژندل چې د امريكا په شومو اهدافو پوه و او د نوي اشغال مخالفت يې كاوه. موږ په داسې حال كې چې د وسله والې مبارزې ډېر لږ امكانات لرل، د داسې چا په پيدا كېدو ډېر خوشالېدو چې په ارمان يې راسره يو او د ژوند موخه يې هم د اسلامي نظام ټينګېدل او په نړيواله كچه د صليبي اشغال پاى ته رسول و.
له ملګرو سره د پټو خبرو او د اسلامي مبارزې لارې ته د ځوانانو د رابللو په لاره كې يو ماښام له لمانځه وروسته د زابل له يوه مسلمان او با احساسه ځوان سره چې د طب پوهنځي محصل و مخامخ شوم. ښكلې ژبه يې لرله او په څېره كې يې هم اسلامي احساسات له ورايه ښكارېدل. په دې ويلو چې ګرانه لږ احتياط كوه د اشغالګرو نوكر استخبارات په داسې چا پسې ډېر دي چې خلك پاكې مبارزې ته رابولي او ځينو نورو خبرو يې راسره مخه ښه وكړه او ويې ويل چې ځينې نور ملګري هم شته چې په ليليه كې يې درسره مخامخ كوم او د وروستيو كارونو په اړه به ورسره مشورې كوو. ماهم ورسره ښه وكړه او كوټې ته ولاړم. هغه ځوان له څو ورځنيو خبرو او كيسو مشورو وروسته راته يو په يو داسې كسان را ښودل چې غټ زړونه او د خپل دين او هيواد لپاره يې غټ آرمانونه لرل. يو له هغو كسانو چې له ماسره يې مخامخ كړ او د لومړي ځل لپاره مو د پوهنتون په وچو چمنونو د خلكو له سترګو لرې د درسونو په نامه ورسره وكتل، حكم(د ح او ك په فتحې سره) صىب و. حكم صىب په ونه منځنى، په څېره وچ كلك او نرۍ سپېڅلې ږيره يې لرله. خداى مې دې غاړه نه بندوي چې له نوموړي سره مو د ډاكټر صىب وسيم له شهادته وروسته وكتل او كه وړاندې خو د ډاكټر صىب شهادت هم يو لوى داستان لري. خداى بښلى وسيم د ناټو په وړاندې د افغان جهاد په لړ كې د كابل پوهنتون لومړى شهيد و. كله چې د ناټو لومړي سرتېري كابل ته تلل، هغه له ملګرو سره مشوره وكړه چې بايد دې اشغالګرو ته په كابل كې په لومړۍ ورځ درس وركړو او ورباندې بريدونه وشي، چې د همدې بريدونو په تياريو كې ګران وسيم خپل ژوند له لاسه وركړ.
حكم صيب كه څه هم له دې عملياتو وړاندې ما نه پېژانده خو وروسته زموږ داسې ملګرى شو چې تل به مو زړه ورباندې ډاډه و. حكم صىب د خداى دين او افغانستان ته د خدمت په لاره كې له هرڅه تېر و. لومړى خو يې د مبارزاتي چارو لپاره د وخت موندو په موخه له طب پوهنځي نه كرنې پوهنځي ته ځان تبديل كړ او وروسته يې ددې لپاره چې د سنګر له ملګرو سره يې واټن له منځه تللى وي، دوهمه پوهنځۍ هم پرېښوده. ښاغلى حكم د وردګو ولايت اوسېدونكى و خو د افغانستان په اړه يې د يوه سپېڅلي افغان احساس درلود. له نوموړي سره لومړي بحث كې هغه راته وويل، ياره حنظله هرڅه دې منم، په هره خوا چې وايې در سره ځم، خو د تعميرونو او پخوانيو پلورل شويو رهبرانو مبارزه باندې نور باور نه شم كولاى. كه مې د دين په اړه د څه زده كولو ته بيايې نو له جوماته پرته مې چېرته مه وله او كه مې سياسي فعاليت ته هڅوې، نو د جهاد پخوانيو نوم بدوونكو سره به مې نه مخامخ كوې. ما او زموږ زابلي ملګري ورته وخندل او ورته ومو ويل زموږ هرڅه خو همدغو مشرانو او همدغو د جهاد نوم بدوونكو را خراب كړل.
ښاغلى حكم كه څه هم د كابل پوهنتون( چې ما تل ورته كابل فېشنتون ويلى) محصل و، خو خولۍ، څادر او كالي يې د يوه سپېڅلي كليوال و. هغه د اوسنۍ نړۍ له ناولو او ناپاكو لوبو دومره بېزاره شوى و چې راډيو او ټلويزيون نه يې هم زړه تور و. كله كله به يې د خبرونو او نورو مالوماتو لپاره ماته ويل چې ته خو په دې شيانو كې لاس وهې، وايه په دنيا كې څه روان دي؟ د لومړي ځل لپاره چې كله هغه راته د راډيو ووېلې، هغه له يوۍ بهرنۍ راډيو سره زما مركه وه چې د امريكا او حكومت پرضد مې كړې وه او دوو نورو محصلينو يې پرضد په همغې راډيو كې خبرې كړې وې. ښاغلى حكم د ماخوستن له جمعې وروسته چې زموږ د ملګرو د لنډو خبرو ډېر ښه وخت و، ماته راغى او پر كاغذ ليكلي دوه نومه يې راته راكړل او راته ويې ويل چې دوى به راته پيدا كوې چې ستا او د مسلمانو محصلينو د خوښې خلاف خبرې يې كړي دي. ما ورته وخندل او په ټوكو مې ورته وويل چې حكم صيب د بيان ازادي ده پرېږده يې چې هرڅه وايي، ما ستاسو غږ له هغوى وړاندې پورته كړى دى.
حكم صيب كه څه هم په كابل پوهنتون كې د امريكا او صليبيت په وړاندې زموږ د ډلې تكړه غړى و، خو لكه پورته مې چې وويل، ډېر وخت پاتې نه شو او مخامخ وسله وال جهاد يې پيل كړ. له چريكې مبارزې مخامخ هغې ته ووت او د وردګو د سيد آباد او د لوګر د يو شمېر سيمو يو زړور مجاهد ترې جوړ شو. له پوهنتون پرېښودو ډېره موده وروسته مې په كابل كې هغه مهال د ملي امنيت د ناولي محبس مخې ته په داسې حال كې وليد چې ما هم د بندي ملګرو مجاهدينو د ليدو لپاره وخت اخيستى و او ده هم، خو ده راته كړل چې زما او ستا د ليدو كسان يو دي او څرخي پله ته بېول شوي. له هغه ځايه بيا نژدې د ښار په ډېرو برخو كې وګرځېدو او په يو زيات شمېر موضوعګانو مو خبرې وكړې چې متاسفانه دا زما او د حكم صىب وروستي ليده و.
هغه به د نورو ملګرو په شان ژر ژر د مبايل شمېرې بدلولې او زه به ډېر لږ په دې توانېدم چې اړيكي ورسره ونيسم، خو ده به وخت نا وخت زنګ واهه. ( بلې اورې…… حنظله يې…. زه ستا يو ملګرى يم…. يو غريب ملګرى…..حكم….. څنګه يې، كارونه دې ښه دي، ملګري څنګه دي.) مابه هم ورته وخندل او ورته وبه مې ويل چې ياره تا غوندې غريبان دې هم خداى لري. په ډېره خوشالۍ به مې ورسره خبرې وكړې، چې ډېر وخت به لنډې وې.
د خداى بښلي او ځوانيمرګ حكم وروستى ټيلفون څو مياشتې وړاندې راغى. زه په كابل كې نه وم. ورته ومې ويل چې بل ځاى يم، د پخوا په پرتله يې غږ ډېر غلى و، داسې ښكارېدل چې وروستۍ خبرې يې دي او ډېر په مينه ځكه نه غږېږي چې ګنې بيا په دنيا نه وي او ملګري به يې خوږې خبرې يادوي. په ډېره لېوالتيا مې ورسره خبرې وكړې او نوې شمېره مې يې په موبايل كې ثبت كړه، چې د نورو ټولو شمېرو په شان دا هم څو وخته وروسته چې زنګ مې ورته وواهه بنده وه. له څو ورځو راهيسې مې د بل هر وخت په پرتله زړه ډېر غوښتل چې له حكم صىب سره خبرې وكړم، خو پې ونه توانېدم، ايله چې دوه درې اوونۍ وړاندې يوه با احساسه ملګري راته په چټ كې وويل، له انجنير صيب نه خبر يې؟
موږ د كابل پوهنتون ملګري يو په يو په اوسني جهاد كې د كابل د انجنيري پوهنځي د محصلينو چې موږ ورته انجنير صيبان وايو د بې درېغه قربانيو شاهدان يو. د شهيد انجير توفيق( جهادي نوم يې طارق و) شهيد انجنير مطيع الله، شهيد انجنير مزمل او يو زيات شمېر نورو له شهادته وروسته راته د ملګري دا كلېمه عجيبه وبرېښېده. ترې ومې پوښتل چې كوم انجنيرصىب ښيې، راته كړل يې چې انجنير صىب حكم شهيد شوى. صليبيانو ورباندې يوه كور كې بريد كړى او دشپې مهال يې له څو نورو ملګرو سره شهيد كړى دى.
په ريښتيا هم د ملګرو په تېره بيا د مبارزې او سختيو د لارې د ملګرو له لاسه وركول ډېر ګران دي. تر دې مهاله مو د يو شمېر ملګرو غوښې په څادرونو كې ټولې كړي او ليدلي، خو د حكم صيب د شهادت خبر ډېر وځورولم. د هغه سپېڅلې څېره راته ياده شوه، پاك اسلامي احساسات يې را په ياد شول، له ملګرو سره يې بې كچې مينه او د افغانستان د اوسني حالت او مسلمانانو په اړه يې فكرونه ذهن ته راغلل، په زړه مې يو ژور بوج راغى، ملګري ته مې وويل چې الله پاك دې د حكم صىب شهادت قبول كړي. ته دا ووايه چې دا خبره څومره ريښتيا ده، هغه راته وويل چې ډېره شونې ده چې شهيد شوى دې وي. زړه مې صبر نه كاوه، له نورو ملګرو سره مې اړيكي ونيول، هر يوه راته د حكم صيب د شهادت خبره وكړه. انجنير صىب ته مې د زړه له كومې دعا وكړه. دا څووم ځل و چې د كابل پوهنتون د مبارزو ملګرو د شهادت خبر مې اورېده. دداسې ملګرو چې په ډېرو سختو حالتونو كې به يې زموږ ملاتړله، خو په زړه كې راته يو افسوس راغى، كاشكې زه هم حكم صىب سره واى، كاشكې زه هم ورسره شهيد شوى واى، كاشكې ما هم د كابل پوهنتون له هغو ملګرو سره د جنت په بڼونو كې ليدلې واى چې اوس د هغوى ارواوې په كې ګرځي.
ژورو سوچونو په مخه كړى يم، انجنير صيب حكم مې نه هېرېږي. هغه كه څه هم په څېره او بڼه ډېر كمزورى مالومېده، خو د وردګو د سيد آباد او د لوګر د يو شمېر سيمو هره لوېشت به يې قرباني او زړورتياوې يادوي. هغه ډېر ځله خپله سپېڅلې خاوره د امريكايانو په وينو سره كړې ده. ډېره ځله يې ډېرې سختې جګړې كړي او سخت تاكتيكي بمونه يې ايښي، خو بالاخره په يوه وحشي بريد كې شهيد شو. سپېڅلى حكم د سپېڅلي دايمي ژوند پر لوري ولاړ، موږ يې يوازې پرېښودو او تر مرګه به زما غوږونه د هغه د ښكلي غږ او ټيلفون انتظار كوي، ډېر ارمان مې ده چې زه هم ورسره شهيد شوى واى، خو داسې ونشول، تقدير به همداسې و او له نورو ملګرو وروسته به داځل د حكم صىب نوبت و!!!