موږ د مست خمار په غيــــــــــــږ كي ولوېدو
مــــــــــــــــــــــوږ ته مو نصيب کی تيارې ملي دي
موږ ياغي موجونـــــــــــــــــــــــــــــو زېږولي يو
موږ تــــــــــــــــــــــــــه د وختو توپان ويلي دي
موږ به په محفل كي د جــــــــــــــــــــــامونويو
څيـــــــــــــــــــــــــري به پردې كړو دحيا په نوم
وېښ به كوثـــــــــــــــــــــــــــــرونه شرابونه كړو
ماتي به توبې كړو د تـــــــــــــــــــــــــقوا په نوم
حـــــــــــــــــــــــــــسن به بادېږي خرابات به وي
شور دزولنوبـــــــــــــــــــــــــه وي شرنګېږي به
موږ به سوركۍ شونډي څنــــــــګه وزبېښو
ويــــــــــــــــــــــــــني به بهېږي چيښل كېږي به
پاته به كيسې سي د آزل ســــــــــــــــــــــــــره
هېري به ســـــــــــــــــــــجدې د محر ابونو سي
هېر بــــــــــــــــــــه مو دوږخ سي د وصال سره
شرنګ به په رباب كــــــــــــــــي د تارونو سي
مــــــــــــــــــــــوږ به غرغړې وهو مستان به يو
ړنګ به ددښمن سره فــــــــــــــــــــــكرونه وي
بل به مو ا ورونه وي په كليو كي
ډك به مو سيندونه له موجونو وي
۲۰۰۶/۹/۱۵
پنجشېر