پښتونه
خپلي ليلا ته شه دلبر پښتونه
ټوله دنياکړه پری خبر پښتونه
دا هندوکش او تاتری خبر کړه
چی سره يو کړو لر او بر پښتونه
ډيورنډ خط د سرطان دانه ده
ستا ابادۍ ته دی خطر پښتونه
دا اوبه ندی ترينه اوښکی راځی
زرشه خوشحال کړه دا سپين غر پښتونه
يا د تقدير زرشه ډير زر بدل کړه
يا د سر و جنګو په غر پښتونه
د خوشحالخان له پاکی خاوری ځينی
جګ شه اورنګ کړه لاس په سر پښتونه
د ملنګ جان په زړه چړی خښی شوی
تار د اغزن لکه خنجر پښتونه
که موټی نشو او وحدت ونکړو
داسی به ګرځو در په در پښتونه
دا د سبا وعدی کړی لنډی نوری
هرڅه کړی خپل تر مازديګ ر پښتونه
راوړی ډولونه اټنونه مرش کړی
په غليم جوړ کړې يو محشر پښتونه
حفيظ مليار باندی به جوړ شی اختر
که شمله جګ کړو د خيبر پښتونه
عبدالحفيظ مليار
مبارک د شه دا
خبر په هره ژبه خوند راکوی
پښتو ويل په عبادت کې راځې
حفيظ ( ملياره ) مبارک د شه دا
دا پښتانه به په جنت کی راځې
عبدالحفيظ ( مليار ) ٢٤\١٠\٢٠٠٧ م ويانا اتريش
شکر خدايه
شکر خدايه چه په خټه کې پښتون يم
شهادت سره عقباته بيرته ستون يم
د وطن په ننګ يم تا زه پوهولی
وطن شمع ده ليلا ز ه يي مجنون يم
دون صفت
دون صفت غلام صفته خلک څه دي
ژوندی ښکاری حقيقت کی واړه مړه دي
حيڅ صفت دانسانيت هغو کی نشته
چي په وينو د مظلومو څوک ماړه دي
عبدالحفيظ مليار
دپلار په ژبه
څوک چي د پلار په ژبه نه پوهيږي
دا پښتانه پري را خبر کړئ خلکو
سريې کړئ کل او ورته مخ يي تور کړی
د ګيدړ خوله ور په سر کړي خلکو
لر او بر
دا لر او بر سره دوه ورونه دی
خط د ډيورنډ زمونږ رګونه دی
دا چی غليم تل دپښتون وينی څکی
ځکه مو خراب ورته فکرونه دی
پښتونستان
زه په زړه ازار پښتونستان يمه
زه دښمن ته خار پښتونستان يمه
خپله ازادی که مو په برخه شوه
جوړ د ګلو هار پښتونستان يمه
زما وينه
وينه زما د هر رنځور دوا ده
ماته بيا وينه د انګور دوا ده
زما زړګی د زليخا زړګی شو
هغی ته صرف ديوسف نور دواده
ساقی
مانه می وينی غمو وچۍ کړلی
ځکه چی وينی د انګورو څکمه
ساقی که تا سره خومونه نه وی
اجازه راکړه څو جامونه څکمه
عبدالحفيظ مليار