د اېران د بهرنيو چارو وزير منوچهر متکي وايي امريکا، برتانيه او اسرائيل د القاعدې د ځپلو په بهانه اوس غواړي له يمن څخه هم افغانستان او عراق جوړ کړي.
منوچهر متکي نن په تهران کي د امام صادق پوهنتون محصلينو ته په وينا کي وويل، نهه کاله دمخه چي امريکا او ملګرو هيوادو يې پر افغانستان د القاعدې په بهانه حمله وکړه اوس غواړي پر يمن يې هم وکړي.
د متکي په وينا د امريکا د لاسه په افغانستان او عراق کي په سوونو زره کسان مړه سول، افغانستان او عراق دواړه تر بدو بتر سول، خو اوس دغه هيوادونه غواړي پر يمن باندي هم حمله وکړي.
د متکي څرګندوني پر داسي مهال کېږي چي امريکا وايي پر يمن د حملې اراده نه لري، خو که د يمن حکومت مرسته ځني وغواړي دوى به ځان ور ورسوي، همدا راز امريکا ويلي د يمن د پوځ يو ځانګړى ځواک به د القاعدې پر ضد عملياتو دپاره وروزي.