د فرانسې د دفاع وزارت په افغانستان کي د خپل يوه بل عسکر د مړيني خبر ورکړ.
د فرانسې حکومت وايي دغه عسکر يې تېره اونۍ کابل ته نيژدې د پلي ګزمې پر مهال ټپي سوئ وو، چي نن د سې شنبې په ورځ يې د هماغو زخمونو له امله ساه ورکړه.
د فرانسې د دفاع وزارت په وينا دا د دوى ٣٨ سرتېرى دئ چي په افغان ماموريت کي وژل کېږي.
فرانسه په افغانتان کي ٣٧٥٠ عسکر لري، چي په کابل ولايت کي د ناټو تر ماموريت لاندي کار کوي.
پروسږکال د اسلامي حزب جنګياليو په حيرانوونکې توګه په سروبي ولسوالي کي د فرانسې ١٥ عسکر په يوه ورځ وژلي وو.