کور / تازه خبرونه / د ګوانتانامو زندان پر ضد مظاهره وسوه

د ګوانتانامو زندان پر ضد مظاهره وسوه

د امريکا په پلازمېنه واشنګټن کي د ګوانتانامو زندان پر ضد مظاهره وسوه او له ولسمشر باراک اوباما څخه د دې زندان د تړلو غوښتنه وکړه.
دغه مظاهره چي د بشري حقونو د يوې ټولني له خوا رهنمايي کېده، څلوېښتو کسانو ګډون پکښي کړئ وو، د ګوانتانامو د بنديانو په څېر نارنجي کالي يې اغوستي او توري کڅوڼي پر سر کړي وې.
د مظاهرې موخه باراک اوباما ته د هغه د هغي ژمني ور يادول ښودل سوي چي د ٢٠٠٩ کال د جنوري پر ٢٢مه يې د ګوانتانامو بي زندان د تړلو په هکله کړې وه.
ولسمشر باراک اوباما واک هغه مهال ژمنه کړې وه، چي د ګوانتانامو بي زندان به په يوه کال کي وتړي، او د نورو برخو دپاره به يې محکمې ته د څېړني امر کوي، خو دا چي يو کال تېر سو لا تر اوسه هم د ټولي دنيا له انتقادونو سره دغه بدنامه زندان نه دئ تړل سوئ.