په کابل کي د ناټو ځواکونو منلې چي پرون د دوشنبې په ورځ د دوى تر ماموريت لاندي شپږ بهرني عسکر په افغانستان کي وژل سوي دي.
د ناټو قومنداني وايي پرونۍ دوشنبه (د جنوري ١١مه) په تېرو دوو مياشتو کي د ناټو عسکرو دپاره تر ټولو مرګونې وه، چي په يوه ورځ يې شپږ عسکر په بېلابېلو پېښو کي وژل سوي دي.
دغه عسکر په هلمند، کنړ او سروبي ولسوالي کي د طالبانو په مخامخ جنګ او د سړک غاړي په ماينونو وژل سوي دي، چي يو برتانوى، يو فرانسوى او څلور امريکايان دي.